
د هرات زلزله ځپليو ته کلينيکونه جوړېږي
د اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد هرات ته د سفر په ترڅ کې وايي چې په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیايي کلینیکونه جوړېږي. ډاکټر قلندر عباد چې له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې، وايي چې په زلزله ځپلو سیمو کې یو روغتیايي کلینيک جوړېږي.هغه وايي چې دا مهال د هرات په روغتونونو کې د زلزلې ډېرى ټپيان تر درملنې لاندې دي.ډاکټر قلندر عباد وايي، طبي ټیمونه په زلزله ځپلو سیمو کې موجود دي او د ټپیانو درملنه کوي. د هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، د عامې روغتیا د طبي ټیم ترڅنګ بېلابېلو کورنیو او بهرنیو موسسو د خلکو په درملنه کې مرسته کړې او دا مرستې لا هم روانې دي.د هغه په وينا، د بېلابېلو روغتيايي ټيمونو شتون د مرګ ژوبلې مخه نيولې ده.د بې پولې ډاکټرانو د شمېرو له مخې د هرات په زلزله کې ۲۴۴۵ کسان وژل شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.باید یادونه وشي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په زلزله ځپلو سیمو کې بشري اړتیاوې «ډیرې لوړې» بللي دي.