افغانستان

د هرات زلزله ځپلیو ته د مرستو رسولو کمېسیون وټاکل شو

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ په هرات ولایت کې د وروستۍ سختې زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د مرستو رسولو او تنظیمولو په موخه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې بېړنۍ غونډه ترسره او ګډ کمېسیون وټاکل شو. په یاده غونډه کې په هرات ولایت کې وروستیو زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو او تنظیمولو په موخه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په مشرۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، ملي دفاع ، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او د افغاني سرې میاشتې 7مخ
ټولنې له استازو لکه (پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي عبدالرحمن، د هرات قول اردو قومندان مولوي مطیع، د هرات امنیه قومندان محمد یاسر، د عامې روغتیا وزارت معین مولوي صاحب محمد اسحاق، په هرات زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس مولوي یارمحمد او د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي) د یاد کمېسیون غړو ته دنده وسپارل شوه چې هرات ولایت ته ژر تر ژره سفر وکړي او له زیانمنو شویو هېوادوالو سره روغتیایي او اړینې مرستې ترسره او تنظیم کړي.
د دغه طبیعي ناورین له امله زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستې له پاره د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند ۱۰۰ میلیونه افغانۍ نقدي مرسته هم زلزله ځپلو ته ولېږله.
دغه پیسې به په مناسبو او د اړتیا وړ مواردو کې له زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستې په هدف د یاد کمیسیون له لوري مصرف شي. همدارنګه د اسلامي امارت د رئیس الوزرا عالي مقام له لوري ټولو امارتي مسوولینو او اړونده ادارو ته هدایت ورکړل شو چې زلزله ځپلو ته د رسېدنې په موخه له یاد کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي، زیانمنو او ټپیانو ته پراخه روغتیایي خدمات وړاندې کړي، ترڅو د مرستندویه ادارو ټولې کېدونکې مرستې د یاد کمېسیون له لارې په ښه ډول تنظیم او زیانمنو ته ورسېږي.
دغه راز د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا یاد کمېسیون ته هدایت وکړ چې عاجل دې خپلې چارې پیل کړي او د خپلو کړنو راپور دې د ریاست الوزرا عالي مقام سره شریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *