مقالی اوتبصرې

د هرات ستراتیژیک موقعیت اواهمیت

هرات د افغانستان په جنوب غرب کې د جیوپولتیکي لحاظ یو ستر اقتصادي، صنعتي، علمي، لرغونی او فرهنګي ولایت دی، چې د هرات جغرافیایي موقعیت یاد ولایت ته ځانګړی ځای ور کړی دی.
هرات ولایت د افغانستان د دو ګاونډیو هېوادونو ایران او ترکمنستان سره ګډې پولې لري، چي یادو پولو د هرات ستراتیژیک موقعیت ته نوره هم ښکلا ور په برخه کړې ده، په هرات ولایت کې د افغانستان په کچه دوه ستر بندرونه پراته دي چې یو یې د اسلام کلا بندر او بل یې د تورغونډۍ بندر دی، چې یاد بندرونو د افغانستان د صادراتو او وارداتو مهمې لارې ګڼل کېږي، هرات ولایت کې یو مهم صنعتي ښارګوټی پروت دی چې دا مهال په سلګونو صنعتي فاربریکې په کې فعاله دي او په زرګونو افغانانو ته یې خپل غېږ کې د کار زمینه برابره کړې،د کارپوهانو په آند د هرات په صنعتي ښار ګوټي کې تر اویا ډېر مختلف النوع خوراکي او غیر خوراکي توکي تولیدېږي چې یاد تولیدات د افغانستان مختلفو ولایاتو او بهرنیو هېوادو ته صادرېږي، هرات له اقتصادي لحاظه یو پیاوړی او د افغانستان په کچه لومړۍ درجه ولایت دی چې مختلف معدنونه لري، چې یاد معدنونه یې د ژبو پر سرونو دي لکه د چشت شریف مرمر سپینه ډبره، د غوریان وسپنې کان، د ادرسکن د سروپ او جستو کان، د ګلران او تیرپل د نفتو څاګان او داسې نور کانونه، د هرات زعفران د نړۍ په کچه د لومړی مقام لرونکو زعفرانو بلل کېږي، د هرات لعل انګور بیا ځانګړی نوم لري.
د لرغونو آثارو له لحاظه هرات د افغانستان په کچه له ټولو ډېر لرغوني آثار لري چې ځینې یې د یونسکو سازمان سره په ځانګړي ډول ثبت دي، لکه د هرات لرغونی جامع مسجد، د هرات ارګ یا اختیار الدین کلا، د هرات منارونه او په لسګونو نور لرغوني آثار، دغه راز د تیموریانو، غوریانو او سلجوقیانو امپراطوریو مرکز بلل کېږي او د افغانستان د بنسټ ایښودونکي احمد شاه بابا ابدالي ټاټوبۍ هم دی،د هرات تاریخي آثار هغه لرغوني آثار دي چې هر کال د افغانستان د ننه او د بهرنیو سیلانیانو پام ځان ته را اړوي او د یادو سیلانیانو د راتګ عواید په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دولت عوایدو ته ور ټولېږي.
په علمي ډګر کې بیا هرات د اسلامي نړۍ په کچه منل سوي علماء په خپله غېږ کی روزلي چې ځینې شیوخ او علماء یې د نړۍ مسلمانانو په منځ کې ځانګړی ځای او اهمیت لري لکه: حضرت خواجه عبدالله انصاري، مولانا نورالدین عبدالرحمن جامي، حضرت مولانا ابوالید آزاداني چې د امام احمد بن حنبل د زده کونکو وو او امام محمدبن اسماعیل البخاري هم له نوموړي څخه حدیث روایت کړی دی، ملاعلي قاري هروي او ملاحسین واعظ کاشفي رحمهم الله، په علمي ډکر کې د پورتنیو هراتي مشاهیرو علمي آثار د نړۍ په مختلفو مدارسو او علمي مراکزو کې د تدریس په نصابونو کې ځانګړی ځای لري لکه: د مولانا عبدالرحمن جامي شرح جامي کتاب، د ملاعلي قاري هروي شرح ملاعلي قاري کتاب او داسي نور کتابونه، د هرات ښار کې په سلګونو مدرسې، لیسې او مکتبونه شتون لري چې سلګونو زره هراتي ځوانان لپاره د ښوونې او روزنې زمینه یې چمتو کړې ده، د هرات پوهنتون هغه علمي د لوړو زده کړو مرکز دی چي د هېواد په کچه ۷۲ مختلفې علمي څانګې لري چې هر کال په زرګونو افغان محصلین د افغانستان د ګوډ ګوډ څخه د ماسټرۍ او لیسانس په کچه ترې فارغېږي .
د هرات پوهنتون سربیره په هرات کې تر لسو ډېر خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې شتون لري چې دا د هراتي ولس دیني او عصري علومو ته د مینې نښانه بلل کېږي، د هرات په ټولو ولسوالیو کې د دیني او عصري علومو مرکزونه فعال او هراتي ولس ته د زده کړو خدمتونه وړاندې کوي، د هرات علمي ځانګړنو څخه داهم بلل کېږي چې د افغانستان په کچه هرکال د کانکور په آزموینه کې هراتیان غوښنه برخه لري.
په جهادي مبارزو کې هم هراتیان تر بل چا کم نه دي، د انګلیسانو، روسانو او امریکایانو د اشغال په مقابل کې بې سارې قربانۍ ور کړې چې د کب ۲۴ یې تاریخی مثال دی، په وروستي شل کلن اشغال کې هرات د ایټالوي عساکرو او د داخلي غلامانو لپاره هدیره جوړه وه په ځانګړی ډول د شینډنډ، ګلران، غوریان، کشک، پشتون زرغون، اوبه او کهسان ولسوالیو د اتلانو سر ښندنې او کار نامې د یادولو وړ دي، په شل کلنه مبارزه کې هرات د افغانستان د جنوب او شمالي ولایتونو د مجاهدینو د تګ راتګ مهمه لاره بلل کېده چې په دې اړه د هرات د غرب خواته پرتو ولسوالیو خلکو او مجاهدینو دا خدمتونه ټولو کشرانو او مشرانو مسولینو ته معلومېږي.
له ډیپلوماټیک لحاظه هرات هغه ولایت دی چې له ټولو ولایاتو ډېر د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماټیک مرکزونه فعاله دي، دم ګړۍ په هرات ولایت کې د ایران، پاکستان، ترکیه، هند، ترکمنستان، یونما اونورو سترو نړیوالو موسسو ډیپلوماټیک مرکزونه فعاله دي چې دا د دې وړاندوینه کوي چې هرات له ډیپلوماټیک اړخه هم بهرنیو هېوادونو ته اوهم په افغانستان کې د ننه ځانګړی اهمیت لري.
هرات د ورزش په ډګر کې هم د نورو ځانګړنو تر څنګه ښه مخینه لري، په هرات کی د ۵۲ ورزشي فدراسیونو استازولی فعاله دي او تېر کال د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د ارزونې په پایله کې د افغانستان په کچه لومړی مقام تر لاسه کړ، د هرات فوتبال څو کاله پر له پسې د افغانستان د فوتبال اتلولي ترلاسه کړې، هرات کې تر ۷۰۰ زیاد ورزشي جمنازیمونه او ورزشي کلپونه دي چي یاد شمېر جمنازیمونه او کلپونه په هېڅ ولایت کې داسې انداز وجود نه لري، په ملي ورزشي ټیمونو کې هراتي ورزشکاران ځانګړی ځای لري چې دا ټول پر دې دلالت کوي چې هرات د ورزشي اړخه د هېواد په کچه ځانګړی ځای لري.
له فرهنګي اړخه خو بیا هرات فرهنګي ځای د ټولو د ژبو پر سر پروت دی، د افغانستان په کچه د لومړي ځل لپاره په هرات کې د تئاتر بنسټ کېښودل سو، د هراتیانو خوی، خصلت، نرمښت او همدیګر پذیري بیا دا داعیه ثابته وي چې هرات یو فرهنګي ولایت دی، په هرات کې د افغانستان په کچه ډېر فرهنګیان او شاعران تېر سوي چې محجوبه هروي، ګوهر شاد بیګم، استاد خلیل الله خلیلی، استاد عبدالواحد بهره او داسی نور شاعران او فرهنګیان یې د ښه ثبوت بیلګې دي، هرات ته کوچنی افغانستان هم ویل کېږي ځکه د افغانستان د مختلفو قومونو وګړي په هرات کې میشت دي چې اوس ټولو ته هراتیان ویل کېږي، په هرات کې مختلفي ژبې کارول کېږي، هرات هغه ولایت دی چې ډېر تلویزیونونه، راډیوګانې او سایټونه په ملي ژبو خپرونې تر سره کوي.
هرات د پورتنیو علمي، فرهنګي، تاریخي، اقتصادي، صنعتي او د ډېرو کدرونو په درلودلو سره ټولو حکومتونو کې خاص ځای نه درلود او ټولو وختونو کې هرات ته د شپږمې ګوتې په توګه کتل کېده او له پامه غورځول شوی ؤ ، په داسې حال کې چې د هر حکومت ډېرعواید له هراته راتلل خو هراتيانو په حکومتونو کې داسې ځانګړۍ ځای نه دی موندلی او د هراتي کدرونو څخه په لوړو حکومتي چوکیو کې ګټه نده اخیستل سوې،اوس چي ا.ا.ا پر وطن حاکم سوی او په دا وروستیو کې د هرات کانونو او صنعت ته ځانګړې پاملرنه کړي، هیله ده چې د هراتي کدرونو څخه د هېواد به آبادي کې په زړه پوری ګټه واخلي او هرات ته د یو لرغوني، علمي، فرهنګي، صنعتي او اقتصادي ولایت په توګه نوره هم توجه وکړي.

مولوي ګلاب الدین خپلواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *