
شعرونه
د هرات غمیزې ته څو کرښې
آهونه شهیدان دي، او سلګۍ تر خاورو لاندې
مظلومې پرګنې ځولۍ- ځولۍ تر خاورو لاندې
کورونه نړېدلي، کورنۍ تر خاورو لاندې
ګلونه رژېدلي، ګل غوټۍ تر خاورو لاندې
د هیلو ګلکڅونه د مرګي خزان وهلي
د ژؤند د پسرلي واړه خؤښۍ تر خاورو لاندې
دا څۀ معصوم تنکي- تنکي بچي پۀ ګردو پټ دي
وړې- وړې منګولې، خاپوړۍ تر خاورو لاندې
دا څۀ د غریو څپې دي، څۀ خاموشه خاموشي ده!!!
د تاندو- تاندو هیلو ډیوګۍ تر خاورو لاندې
د خپلو مهربانو میندو غېږو کې پراتۀ دي
واړۀ- واړۀ ځامن، کمکۍ جلکۍ تر خاورو لاندې
منصور درمانه! څۀ د ویر شېبه وه، زلزله وه!!!
بچیو سره یو ځای وه مورکۍ تر خاورو لاندې.
درمان