مقالی اوتبصرې

د «هري» اعتراف؛ ګيله له چا پکار ده؟! س. سعيد غلجی

وړمه ورځ راپورونه خپاره شول چې د انګلستان يو پوځي شهزاده «هري» په تازه اعتراف کې ويلي، چې ما

وړمه ورځ راپورونه خپاره شول چې د انګلستان يو پوځي شهزاده «هري» په تازه اعتراف کې ويلي، چې ما په خپل لاس (۲۵) افغانان وژلي او د افغانانو وژل داسې راته ښکاري لکه د شطرنج لوبه.

د «هري» اعتراف د ډېرو خلکو غبرګونونه راوپارول، خو دا اعتراف هيڅکله د تعجب وړ نه دی، ځکه چې «هري» زموږ دښمن دی او له دښمن څخه ګيله نه وي پکار. هغه هم داسې ناوړه دښمن چې د انسانيت په نوم هيڅ نه پېژني او د پلرونو او نيکونو د وحشت تاريخ يې هم راته معلوم دی، نو له داسې دښمن څخه بل د څه تمه کېدای شي؟!

هو! دا يوازې «هري» نه دی، بلکې د ده په څېر په لسګونو زره صليبي پوځيان دلته جنګېدلي، دا يې د يوه داستان دی، نور يې خپله قياس کړئ، چې صليبيانو به دلته څومره وحشتونه کړي وي؟!

البته؛ که څوک دا اعتراض کوي، چې دښمني خو بايد د جګړې په ميدان کې وشي، جنګيالي دې پر نښه شي، عوام، ښځې، ماشومان، سپين ږيري او پوره پوره کورنۍ ولې پر نښه کوي؟!

نو دا اعتراض به هم هغه څوک کوي، چې د صليبيانو تاريخ يې نه وي لوستی او د هغوی د وحشتونو په اړه معلومات نه لري، نو ځکه به دغه کيسه ورته عجيبه ښکاري، خو چاته چې د صليبيانو تاريخ معلوم وي، هغوی پوهيږي چې د دغې کيسې په نسبت؛ هغوی پخوا تر دې ډېر لوی لوی وحشتونه کړي.

صليبيان دوه مخي دي، يو مخ يې دا دی چې د بشري حقوقو، د ښځو حقوقو، د ماشومانو حقوقو او په نورو نومونو يې غولوونکې ادارې جوړې کړې دي او ځان د عدالت دعوه دار ګڼي، دا يې هسې دوهمه څېره يا جعلي انځور دی، خو حقيقت يې دا دی چې دوی د نړۍ پر هيڅ قانون نه دي برابر. دوی ماشومان وژني، سپين ږيري وژني، ښځې وژني، عوام وژني، پوره پوره کورنۍ بمباروي، په زندانونو کې له بنديانو سره غير انساني چلند کوي او په بې ځايه پلمو، بهانو پر اسلامي هېوادونو يرغلونه کوي. خو د بشر حقوقو نړيواله محکمه د دې هر څه سيل کوي، هغوی فقط هغه وخت اعلاميه خپروي، کله چې يو مسلمان د خپل دين او وطن د دفاع لپاره توره پورته کړي.

نو د «هري» دغه تازه اعتراف د هغه د مېړانې دليل نه شي کېدای، بلکې د هغوی د وحشتونو د ثبوت يو دليل دی. که دوی ځان مېړنی دښمن بولي، نو شجاعت د جګړې په ډګر کې معلوميږي، د عوامو وژل کومه بهادري نه ده، بلکې د بې غيرتۍ وروستی حد دی.

دوی د عدالت او بشريت چغې وهي، خو همدا اعتراف يې حقيقت دی. بل طرف ته اسلام په ترهګري تعبيروي، حال دا چې په اسلام کې يوازې د حربي کفارو د وژلو حکم شوی، موږ د دوی په څېر ماشومان، ښځې، سپين ږيري او عوام نه وژنو. په اسلام کې جهاد هم خپل ځانګړي اصول لري، موږ يوازې جګړه ماران وژنو او د شر او فساد ځالې ختموو.

رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپل دعوت په (۲۳) کلنه موده کې اسلام ته ډېر زيات رشد ورکړ، تر ډېرو پراخو سيمو اسلام ورسېده او يو مستحکم اسلامي نظام يې رامنځ ته کړ، خو له دواړو طرفونو څخه د وژل شويو شمېر زر تنو ته نه رسيږي، مګر د صليبيانو او نورو کفارو په بې هدفه نړيوالو جګړو کې په لسګونو ميليونو انسانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

نو بايد ټول مسلمانان وروڼه د کفارو د وحشتونو تاريخ مطالعه کړي او د هغوی له اصلي څېرې او ناوړه دسيسو ځان اګاه کړي، تر څو د هغوی د جعلي او غولونکو شعارونو تر اغېز لاندې رانه شي.

په هر صورت؛ بريتانيوي پوځي «هري» پر خپلو وحشتونو اعتراف وکړ او موږ يې بيا فکر او سوچ ته وهڅولو، خو کاش چې فکر وکړو!

«هري» زموږ دښمن دی، اخلاق او انسانيت نه لري، زموږ عوام، ښځې، ماشومان او سپين ږيري يې هم وژل، د پلرونو او نيکونو د وحشتونو تاريخ يې هم رامعلوم دی، نو هيڅ ګيله نه ده ترې پکار او بله تمه نه شي ترې کېدای.

 خو افسوس د هغوی پر حال؛ چې ځانونه يې تر هر چا ښه مسلمانان بلل، خو د همدغو وحشي صليبي پوځيانو په صف کې ولاړ وو، مخکې او وروسته ترې روان وو، د دوی دفاع يې کوله، له دوی سره يو ځای زموږ پر کورونو راننوتل او موږ يې وژلو، شکنجه کولو او زنداني کولو.

 افسوس د هغوی پر حال؛ چې له لويو لويو ږيرو او پګړيو سره به يې د همدغو وحشي صليبيانو يرغل ته توجيهات لټول او د دوی هره پرېکړه به يې تأييدوله، خو مجاهدينو ته يې ترهګر ويل او د اعدام سزا به يې ورته غوښته!

او افسوس د هغوی پر حال؛ چې اوس هم د غفلت پر خوب ويده دي، اوس هم د کفارو نارې ورسره بدرګه کوي او د اسلامي نظام پر خلاف دسيسې جوړوي، ايا د «هري» او نورو صليبي پوځيانو د وحشتونو داستانونه او اعترافونه مو هم نه رابيداروي؟! ايا اوس هم حقيقت درڅخه ورک دی؟!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *