مقالی اوتبصرې

د هلمند حقابې په اړه د ايران اوږدمهاله پلانونه

لکه څرنګه چې ټول نړیوال په تېره بیا افغانان او ایرانیان په جریان کې دي چې په دې ورځو کې د هلمند سیند څخه د حقابې په پلمه د ایراني چارواکو غوغا د نړیوالو رسنیو سرټکی ګرځېدلی دی او د دوی (ایراني لوړ پوړو او ټیټ پوړو) چارواکو څرګندونو ته د اسلامي امارت د مسئولینو له خوا پر وخت او معقول ځواب ورکړل شوی دی.
د هلمند له سیند څخه د ایران د حقابې د تړون زبېښ دا دی چې د ابي نورمال کال په جریان کې به افغانستان ایران ته په یوه ثانیه کې ۲۲ متر مکعبه اوبه حقابه او ۴ متره نورې اضافه اوبه د حسن نیت یا پیرزوینې له مخې ورکوي، خو که کال غیر نورمال وو، اوبه کمې وې نو په همغه تناسب به د ایران حقابه هم
کمېږي.
د امارت ټول مسئولین په یوه خوله او یوه غږ وایي چې موږ د هلمند سیند د اوبو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۵۱ ه.ل کال تړون ته ژمن یو، د ایران حقابه پخوا هم ورکړل شوې ده او اوس هم د اوبو د شتون په صورت کې د حقابې ورکولو ته چمتو یو.
دغه راز د یاد تړون په هکله وخت په وخت د دواړو هېوادونو کمیساران غونډې کوي، چې د هغو په ترڅ کې اوبه نورمال او غیر نورمال کال مشخص کېږي. د افغانستان اسلامي امارت مسئولین وایي چې موږ تړون ته ژمن یو، خو دا چې وچکالي ده، اقلیم تغیر کړی دی، زموږ د خپلو هېوادوالو لپاره د کروندې حتی د څښلو اوبه نشته، نو ایران ته اوبه له کومه ورکړو.
د اقلیم او وچکالي ستونزه خو طبیعي ده چې سیمه او نړۍ ټول ورسره مخامخ دي. دا چې د ایران حکومت او ملت د اسلامي امارت له دغه دریزه هم ټول خبر دي او د وچکالي او اقلیمي تغیره هم ښه خبر دي، نو بیا ولې ایراني چارواکي دواړه پښې په یوه موزه کې ننباسي، له ځمکني حقایقو سترګې پټوي او د حقابې غوښتنه کوي ستونزه چېرته او په څه کې ده؟
د دې قلاوې سپړل او توشپل او د اخوند صاحبانو د موخې معلومول ډېر ساده او روښانه دي. هغه کټ مټ داسې چې: یوه سوالګر د یوه کور په دروازه کې اواز وکړ چې د خدای(ج) په نوم لږ ډوډۍ راوړئ، د کور په انګړ کې مور او کوچنۍ لور یې د سوالګر اواز واورېده، کوچنۍ نجلۍ مور ته وویل چې ادې! دغه سوالګر ته ډوډۍ مه ورکوه. مور یې ترې و پوښتل چې ولې؟ لور یې وویل چې دغه سوالګر زه پېژنم هره ورځ ډوډۍ د خدای(ج) په نوم غواړي، خو خوري یې پخپله.
کیسه داسې ده چې کلونه، کلونه ایران د هلمند سیند اوبه د سیستان بلوچستان د خلکو لپاره د حقابې په نوم له افغانستان څخه تر لاسه کړي ، خو هم یې د نللیکو له لارې د ایران نورو ښارونو ته ترانزیټ کړې دي او هم یې په ډېر لوړ مقدار کې بسته بندي کړې او په عربي اماراتو باندې یې پلورلې دي. نو د ایران شور او غوغا یواځې د همدغو دوو موخو لپاره ده، لمړی دا چې په اماراتو باندې د افغانستان د اوبو د خرڅولو خپل پخوانی تجارت ته لازیات انکشاف ورکړي او دوهم داچې د سیستان-بلوچستان د خلکو لاس له خپل ګرېوانه لرې کړي او د اوبو د نشتون پړه پر افغانستان باندې واچوي،خو په دغو حیلو سره یواځې خپل ځان ته قناعت ورکولای شي بل څوک نه شي قانع کولای.
د افغانستان د اسلامي امارت مسئولینو بلها ځلونه ویلي،چې لکه څرنګه چې مو پخپلو خلکو خوا بدېږي او زړه مو پرې سوځي؛ همداسې مو د سیستان بلوچستان په خلکو هم زړه سوځي. خو د طبيعي ستونزو په مقابل کې ټول بې وسه یو.
افغانان ایراني حاکمانو ته مشوره ورکوي چې د ستونزې د حل لپاره د ګواښ پر ځای د تعقل، تدبر، تفاهم او دیپلوماسي لاره غوره کړي. د ګواښونو، تهدیدونو او ګوت څنډونو وخت تېر شوی دی، افغانان د چا له ګواښونو نه وېرېږي.
د افغان ملت تل د مسائلو په وړاندې مدبرانه او عاقلانه دریځ نیولی دی، نه بل ته د ضرر رسولو اراده لري؛ او نه د بل لخوا ضرر زغمي. البته تر وروستي بریده له صبر، زغم او حوصلې څخه کار اخلي، خو چې یو ځل یې د چا پر وړاندې قیام کړی دی، نو بیا نه یواځې دا چې بلوسګر یې له خپلې خاورې شړلي، بلکه تر کوره یې تعقیب کړی او هلته یې هم په ارام نه دې پرې ایښي. او دا خبره تشه دعوه نه ده؛ بلکه یوه منلې تاریخي واقعه ده.

غلام جیلاني حق پرست

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *