افغانستان

د هلمند سېند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د هلمند لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوب خان مېنه کې د هلمند سیند کلنۍ مشاعره ترسره شوه.په دې مشاعره کې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد او ځایي چارواکو ګډون کړی و، چې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور د رییس په وینا پرانیستل شوه.ورپسې د هلمند مرستیال والي له هر څه وړاندي د هلمند سیند مشاعرې په جوړښت او ډاډمن امنیت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چي شاعران او لیکوالان باید د قلم په ژبه د ټولني ناخوالې راوسپړي او د ټولني په اصلاح او سمون کي رغنده رول ولوبوي.نوموړي زیاته کړې، چې دا مشاعره یوازې یو فرهنګي حرکت نه بلکې، شاعران او لیکولان د افغانستان جوړولو لپاره د شعر په ژبه ښې او ګټورې طرحې په کې وړاندې کولای شي.
مولوي ذبيح الله مجاهد ویلي، چې هلمند نه یوازې د شعر او ادب په تاريخ کې ځانګړی ځای لري، بلکې په دیني او جهادي برخه کې یې کارنامې هم د ستایلو وړ دي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اسلامي امارت مسؤلین ژمن دي، چې د ګران هېواد د بیارغوني او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
د ښاغلي مجاهد په وینا؛ په تېرو دوو کلونو کې زموږ هېواد په اقتصادي او بیا رغنيزو برخو کې د ډېرو ښو پرمختګونو شاهد دی.
د اسلامي امارت ویاند له شاعرانو او لیکوالانو غوښتي، چې د شعر په ژبه د اسلامي نظام ساتنه وکړي، په فکري روزنه کې خپل قلم تاند وساتي او د شعر په ژبه هغه څه راوسپړي چې په ټولنه کې اړتیا ورته لیدل کېږي.
په دې مشاعره کې د نعتونو، حمدونو او حماسي شعرونو ترڅنګ طنزيه شعرونه هم ولوستل شول او بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي ډول د تګ په تړاوو تمثيلي پارچه هم وړاندې شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button