افغانستان

د هلمند پر ټرافیکي پېښې، کورنیو چارو وزارت د خواشينۍ پیغام

کورنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې د کندهار – هرات پر لویه لاره د ټرافیکي پیښې اړوند په یوه پیغام کې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه. دغه وزارت د خواخوږۍ په دغه پیغام کې ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا او د شهیدانو کورنیو ته د زغم غوښتنه کړې ده.وزارت لیکلي چې د دې پېښې تر رامنځته کېدو وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او د پیښې قربانیانو او ټپیانو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي دي.کورنیو چارو وزارت له موټرچلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال د ځان او نورو خیال وساتي. دغه وزارت په یوه سپارښتنه کې ویلي: کورنیو چارو وزارت په راتلونکي کې د داسې پیښو د نه رامنځ ته کیدو په موخه له ټولو ترانسپورتي شرکتونو غواړي چې مسلکي چلوونکي په کار وګوماري.کورنیو چارو وزارت له موټرچلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال د ځان او نورو ژوند ته دې پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *