مقالی اوتبصرې

د هند او افغانستان په اړيکو کې نوې پرمختياوې

هندوستان ټایمز خپرونه
په ۲۰۲۱ ز کال کې واک ته د ا.ا.ا د رسېدو سره بیا تر ۲۰۲۴ ز کال پورې له سختو وړاندوینو سره سره، نوي ډیلي تر کابله اوږده لاره وهلې ده. د ۲۰۲۱ ز کال په اګسټ کې د ا.ا.ا له لوري د پلازمينې کابل تر ولکې کولو وروسته هند له افغانستان څخه خپل ټول ډيپلوماټان ويستل خو د ۲۰۲۲ ز کال په جون مياشت کې يې کابل ته د يوه تخنیکي ټيم په استولو سره بېرته په دغه هېواد کې خپل ډيپلوماټيک شتون اعلان
کړ.
د روان کال د جنورۍ په ۲۹ مه د ا.ا.ا په پلازمېنه کابل کې «د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ نوښت» غونډه کې د هند په شمول د یوولسو نورو هېوادونو د ډيپلوماټيکو استازو کوربه وو، د هند اړوند دا چاره د دواړو اړخونو تر منځ ډېرېدونکی تعامل په ګوته کوي،چې یو څه د تعجب وړ خبره ده؛ په داسې حال کې چې د ا.ا.ا د نوي ډيلي له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.خپرونه پوښتنه مطرح کوي،چې دا ډيپلوماټيک بدلون چاته منسوبېدای شي؟ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال ښاغلي شير محمد عباس ستانکزي ته؟
خپرونه په قزاقستان، سويډن او لاتویا کې د هند پخواني سفیر اشوک ساجانهار د معلوماتو پر بنسټ ويلي چې «ښاغلی ستانکزی واقعاً یو مهم عامل دی. نوموړی د ا.ا.ا مهم غړی دی او د ډېرو نورو په څېر، چې له هند سره یې اړیکې لرلې د هند له باورونو او کلتور سره بلد دی. هغه په دې هم پوه دی چې هند هېڅ مځکنۍ جاه طلبي نه لري او د افغانستان په پرمختګ کې مرسته کوي.»د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له هند سره پخوانۍ اړيکې لري. هغه د هند-افغانستان د همکارۍ پروګرام پر بنسټ له ۱۹۷۹ ز کال څخه تر ۱۹۸۲ ز کال پورې د درېيو کلونو لپاره د هند په نوګاون کې د هندي پوځ په پوځي کاډیټ کالج کې د سرتيري په توګه زده کړې کړي.ستانکزي د کیرن کمپنۍ سره یو نیم کال د نظامي محصل په توګه هم وخت تېر کړ، چې هغه مهال په کیرن کمپنۍ کې د ۴۵ بهرنیو محصلینو څخه یو و.د ساجانهار په خبره «هند په افغانستان کې خپله لېوالتیا لري، خو هغه ډول اړيکې چې چین او یو شمېر نور هېوادونه يې د ا.ا.ا سره لري؛ د هند اړيکې په هغه کچه نه ‌دي. د پخواني تصور په خلاف اوس د پاکستان په نفوذ د افغانستان له خاورې پر هند د تروریستي بریدونو ګواښ شتون نه لري. په حقیقت کې اوس د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې ترينګلي
دي».
هغه غونډې ته چې د جنورۍ په ۲۹ مه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزير خبرې کولې د هند تر څنګ د روسيې، چین، ایران، پاکستان، ازبيکستان،ترکمنستان، قزاقستان، ترکيې او اندونيزیا ډيپلوماټانو هم حضور درلود.
د نوي ډيلي ضمني ملاتړ:
په کابل کې «د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ نوښت» غونډې په اړه په رسمي توګه هند څه نه دي ويلي.تر غونډې څو ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د هند سفارت د افغانستان سرپرست استازي بدرالدین حقاني ته په ابوظبۍ کې د هند د جمهوریت ورځې نمانځلو په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې وه. د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستيال حافظ ضیا احمد په غونډه کې د هندي ډيپلوماټانو په استناد ويلي نوی ډیلي د افغانستان د ثبات لپاره د ټولو نوښتونو ملاتړ
کوي.
خپرونې د حافظ ضیا احمد د اکس پوسټ پر بنسټ ليکلي «هند د افغانستان په اړه په ټولو سیمه ییزو او بین المللي نوښتونو کې فعاله ګډون کوي او د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د افغانستان له امنیت او ثبات سره مرسته کوي.»
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بل بیان کې ویلي،چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې ورته مهمې دي او ټينګار کوي چې دغه ملتونه دې له افغانستان سره د مثبت تعامل زیاتولو او دوام په موخه سیمه ییزې خبرې تر سره کړي.»متقي د غونډې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د سيمې پرمختګ لپاره په افغانستان کې له رامنځته کېدونکو فرصتونو څخه ګټه واخلي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په برخه کې دې همږغي رامنځته کړي.همدارنګه هغه له ډيپلوماټانو وغوښتل چې د ا.ا.ا د سيمه ييزې همکارۍ نوښت پيغام دې خپلو هېوادونو ته ورسوي څو افغانستان او سيمه په ګډه له نویو فرصتونو ګټه پورته کړي.د خپرونې د معلوماتو پر بنسټ هند له افغانستان سره لوی سيمه‌يیز بسپنه کوونکی پاتې شوی چې د ژمنو کچه يې د ۳-۴ بیلیونه ډالرو ته رسېږي.د ۲۰۲۲ ز کال په ډيسمبر کې د ا.ا.ا د ښار او کور جوړلو وزارت سرپرست وزير حمدالله نعماني په کابل کې د هند د تخنیکي ټيم له غړو سره وکتل، په دغه کتنه کې په افغانستان کې د هند د پروژو پر بیا پرانيسته؛ نوي کابل ښار پروژه کې د پانګونې په موخه دعوت، د ويزې موضوعاتو او د افغان زده کوونکو لپاره د تحصلي سکالرشیپونو ورکړې په اړه بحث وشو. لوړ پوړو هندي ډیپلوماتانو د لوېدیځې اسیا هیوادونو کې د ا.ا.ا له چارواکو سره او د افغانستان په اړه د څو اړخیزو غونډو په څنډه کې خبرې کړي دي.په ۲۰۲۱ ز کال کې د ا.ا.ا واک ته رسېدو سره سم د هند یو شمېر مخالفينو او منتقدینو داسې تیارې وړاندوینې کولې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بریالیتوب به د نورو په ملاتړ هند ته په ځانګړي ډول په کشمير کې ستونزې جوړې کړي، خو اوس د پخوا برعکس په دوه اړخیزو اړيکو کې وضعیت ډېر ښه شوی دی.

ژباړه او تخليص: ثناء الله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *