مقالی اوتبصرې

د هند ټولټاکنې؛ بریالي ګوندونه، د حکومت موډل جوړونه او پر لږکیو یې اغېزې

که څه هم د هند اوسمهالي لومړي وزیر نرېندرا مودي د درېیم ځل لپاره لوړه وکړه، خو د نوموړي ګوند نه ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي او نه یې هم ونډه غوښنه ده.

نرېندرا مودي په خپل رسمي اېکس لیکلي: ( لوړه مې وکړه چې د هند د ۱.۴ میلیاردو وګړو خدمت به کوو او دا هېواد به د پرمختګ نویو پړاوونو ته نږدې کوو.)

ویل کیږي چې ورته پرلپسې درېیمه بریا او پر حکومتي څوکۍ ډېره پاتېدنه تر مودي وړاندې  د هند د تکړه لومړي وزیر جواهر لال نهرو په نصیب شوې وه.

د مودي موده تر لوړو ژورو راتېره شوې، خو د نوموړي ګوند(بهاراتیا جاناتا)په سږنیو ټاکنو کې غوڅې څوکۍ نه دي ګټلې او ښایي اپوزېسټ ګوند سره د ایتلافي حکومت جوړونې ته غاړه کېږدي. خو نرېندرا مودي په خپله ټوله موده کې ایتلافي حکومت ته غاړه نه ده ایښې. د مودي ګوند بهاراتیا جاناتا په سږنیو ټاکنو کې ۲۴۰ څوکۍ لاسته راوړې. د نوموړي اپوزېسټ (د هند د ودې او یووالي ملي ګوند) ۲۳۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د کنګرې مشر راهول ګاندي مودي د ټاکنو پر اخلاقي ماتې ستایلی او نوموړي ته یې تعریضا ویلي چې نه یې غواړي. د مودي ګوند(بهاراتیا جاناتا) ولې څوکۍ وبایللې؟

د هند د مشهورې رسنۍ وایر مشرې سیما چشتي ویلي چې مودي بې له شکه په کمزوري دریځ کې دی.  د مودي ګوند د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې له مسلمانانو سره په زورزیاتي، د کرنیزو قانونو پر پلي والي، د واحد هندو قانون پر رامنځته کوونه او نورو برخو کې پر بې نیاوۍ تورن شوی. د ښاغلي مودي دولت همدارنګه د رسنیو پر سانسور او د اپوزیسیون ګوندونو پر ټکولو هم تورن دی.

د مخالفو ګوندو مشر ګاندي د ټولټاکنو د پایلو تر اعلانېدو وروسته په خپل لومړي کنفرانس کې د اساسي قانون یوه نسخه راپورته کړې او ویلي یې دي چې دوی ته د هند بې وسو، ناچارو او کارګرو رایه ورکړې او د دوی د حق خوندیتوب په پار به مبارزه وکړي.

خو تر ټاکنو او بریا وروسته مودي د خپل ګوند بهاراتیا جاناتا ماڼۍ ته شاهانه ننوتی او ګوندي غړو یې د یوه اتل په توګه هرکلی کړی دی. د نوموړي د لوړې مراسمو ته د ګاونډیو هېوادونو مشران ګڼ خلک راټول شوي وو.

ښاغلي مودي له رایې ورکوونکو مننه کړې چې پر نوموړي او ګوند یې باور کړی دی. ده بیاځلې ټینګار کړی چې په هند کې به پوړیز سیسټم له منځه وړي او د بې وزلو لاسنیوي ته به تر هر څه ډېر پام وکړي.

هغه وويل: د(( بې‌وزلو او منځنۍ طبقې ځواکمنول زموږ لومړيتوب دی.))

شنونکي جاجي چې ښاغلی مودي به له راتلونکو پېښو  غافله نه وي.

مودي راتلونکی کال ۷۵ کلنۍ ته رسیږي. د نوموړي عمر له حزبه تقاعد ته برابر دی، خو نوموړي پر یادې موضوع پرده غوړولې. فکر کیږي چې ښایي راتلونکی کال یې پر ځایناستي غور وشي.

نرېندرا مودي خپل بری د نړۍ تر ټولو ستره بریا بللې او ویلي یې دي چې د هند لپاره به تر دې هم ډېر کار کوي.

دا ټاکنې د هندمېشتو مسلمانانو برخلیک تغییرولی شي؟

هند کې سلګونه میلیونه مسلمانان اوسي چې ددې هېواد د وګړو ۱۴ سلنه برخه جوړوي. د مودي ګوند د یادو مسلمانانو د خپلونې په پار پراخ کمپاینونه وکړل خو د مودي په مشرۍ حکومت له مسلمانانو سره پر زورزیاتي او د جوماتونو پر شهادت تورن دی.

شنونکي اندي چې ښایي یاد تبعیض د مودي مخالف ګوندونه پیاوړي کړي وي.

دغه ګوند تر دې وړاندې(۲۰۱۴ او ۲۰۱۹) کې هم له دیني تعصب پرته پر چلند ټینګار کړی و او د مذهبي ارزښتونو ته یې پر درناوي شعار ورکاوه. دغه ګوند همداراز د واحد هندي تابعیت د طرحې پر تطبیق هم ټینګار کړی و.

د ټاکنیز کمپاین پر مهال، پر ښاغلي مودي او ګوند یې د مخالفینو له لوري د کرکجنو ویناوو او د مسلمانانو او عیسویانو پر سپکاوي تورونه لګول شوي وو.

مودي د خپلو پلویانو په منځ کې د «جی شري رام» ناره هم بدرګه کړه. دا د سخت دريځه هندوانو يوه ډېره مشهوره ناره ده.

که څه هم هند د بېلابېلو ادیانو او انګېرنو ټاټوبی دی او د هر مذهب پیرویانو ته د دوی د دیني او سنتي ارزښتونو ته په پام قانونونه ټاکل شوي خو زیاتره وخت دیني لږکي د هند له حکومته سرټکوي.  ویل کیږي چې هند د نکاح، طلاق او نورو مسایلو کې د هر مذهب پیروانو ته د غوراوي واک ورکړی دی.

حتی ځینيېټولنې خو د واحد هندو تابعیت په پار له خپلو دودونو او رسومو هم لاس په سر شوي. ډېر باور نشته چې د مودي په دې دوره کې هم د مسلمانانو په ژوند کې چندانې مثبت بدلون ولیدل شي. ایتلافي حکومت هندي وګړو پر کړو وړو څه اغېز پرېباسي؟

تېره دوره کې د مودي(بهاراتیا جاناتا) پر ګوند نیوکې کېدې چې د هندوستان په ټولو ایالتونو کې اغېزمنه حکومتولي نه شي کولی او له مخالفو ګوندو سره له زور کار اخلي. مخالفو ګوندونو یاد ګوند پر خپلسري تورناوه.

دوی ویل چې د نرېندرا مودي په مشرۍ حکومت باید ټولو هندو وګړو ته په یوه سترګه وګوري او د طبیعي پېښو پر وړاندې، د بېخبنایي پروژو پر طرح او نورو ملي پروژو کې د ټولو ایالتونو او کلیو خیال وساتي.

مخالف ګوندونه انګیري چې په حکومت کې به یې له ګډون سره د خلکو د ژوند کچه لوړه او د مساوي چوپړونو زمینه برابره شي.

کارپوهان د هند رسنۍ پر بې حاده ځانساتي(محافظه کاري) تورنوي او دوی د برحاله حکومت، لویو ګوندونو، د شرکتونو څښتانانو ته پر چاپړوسۍ تورنوي. کارپوهان تمه کوي چې رسنۍ باید د ولس اواز پورته کړي او ځمکنیي واقعیتونه رابرسېره کړي.

  ژباړه او تصرف: خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button