نړۍ

د هند ګجرات کې اورلګېدنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هند د لوېدیځ ګجرات ایالت په راجکوټ ښار کې اورلګېدنې درې تنه ټپیان کړي او د ۲۷ نورو ژوند یې اخیستی دی. ویل کیږي چې دغه اورلګېدنه د کمپیوټري لوبو په یوه کلب کې رامنځته شوې ده. چارواکو زیاته کړې، اندېښنه شته چې د دې پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شي.

د ګجرات ایالتي چارواکو ویلي چې اور یې مهار کړی او د نورو قربانیانو د لټون هڅې روانې دي.

تر اوسه ددې پېښې اصلي علت نه دی په ګوته شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button