ادب

          د هنر زور !      

زور موږ ته شډل مفهوم ښکاري او هنر نازک ډګر تصورېږي، کله چې دا دواړه سره یو ځای کېږي یا حتی یو د بل په وسیله تشریح کېږي ښايي لوستونکی وانګېري چې که په فزیکي ډول زور تصوروو، نو ژوندیو موجوداتو کې مو قوي هیکل وجودونه او ماشیني برخه کې مو پیاوړې پرزې ذهن ته راځي،نو دا به له هنري صنفونو سره څه تړاو ولري؛ خو که فکر وکړو زور یوازې په شدت کې نه وي، بلکې نرمۍ، ملایمت او د احسان زور بیا تر ډېرو نورو درک شویو زورونو لا زورور ثابتېږي. لکه اوبه چې په خپل نرم زور سره تېږو کې لارې کوي، یا یو مظلوم انسان له ورسره شوي ظلم سره سره د خپل وقار په خاطر له مقابل لوري بښنه غواړي یا يې ظلم سهوه او خطا بولي او یو ډول قناعت ورکوي، دلته چې مقابل لوری د کوم بار زور حس کوي ښايي په ورته متقابل انتقام کې به هم نه و.

هنر هم خپل زور لري، دا زور د ټولنو د ذوق رخ ټاکي او دا ذوق د انساني شخصیت په ځانګړنو بدلېږي او ورو ورو په کې دومر ژور تاثیرات پرېږدي چې ممکن ټولنیزې او حتی سیاسي پرېکړې متاثره کړي، د نږدې تېرې معرکې په میدان کې د شعر او شاعرۍ غږیز شکل ترنم چې په نظامي برخه کې کوم اغېز وزېږاوه ښايي ګڼو منثورو موعظو هم نه وي کړی، دلیل يې دا دی چې نظامي برخه کې په لوړه سطحه مدیریت او تدبر ته اړتیا ده او په ښکته سطحه کې احساس پارونې او جذبې ته اړتیا ده، ځکه خو موعظو په وخت سره اغېز پیدا کاوه اما هنري تولیداتو سمدستي تاثیر رامنځته کاوه، چې مخاطب يې حساس و او حس پارونې ته يې ژر زمینه برابروله.

شعر او هویت:

زموږ تخلیقي ادبیات زموږ د هویت برخه ګرځي او چې کله تاریخي دورې پرې تېرېږي،نو په جهاني سطحه زموږ د پېژندنې لپاره د خامو موادو کار ورکولی شي، مثلاً که موږ د تېرو دوو لسیزو د کتاب د ازاد بازار له امله تولید شویو هنري توکو ته وګورو، موږ د دې دوو لسیزو د ځوانې طبقې شخصي ذهني سطحه، فردي خواهشات، ارمانونه، ارماني ټولنې، غوښتنې او طرز فکر ترې معلومولی شو؛ زموږ د ځوانې طبقې تولید شوې شاعري او نثري هنري ټوټې موږ ته را ښيي،چې دوی څنګه فکر کاوه، څه غوښتنې يې لرلې، کوم ارمانونه يې د ټولنیز جوړښت، فرهنګ یا دیني قیوداتو له امله علني کولی نه شول، کله چې یو پردی محقق زموږ په دې تولیداتو کې عمیقه څېړنه پیل کړې، دی حتی خپلو سیاسیونو او استخباراتي ادرسونو ته دا طرحه ورکولی شي چې زموږ د ځوان قشر د ایلولو، رام کولو او حتی ترې کار اخیستلو لپاره له کومو لارو چارو کار واخلي، څنګه يې دام کې ښکېل کړي، څنګه يې تر احسان لاندې راولي او څنګه پرې خپلې ناوړه پروژې تطبیق کړي.خو که موږ د هنر په برخه کې خپل مسؤلیت احساس کړی وای، ښايي داسې اثار به مو نه و خپاره کړي چې «ټول څه» پکې ویل شوي وای؛ بیا به مو محتاطانه ګامونه اخیستل او پوهېدلو به چې دا یوازې د څو کیفي صحنو تولید نه دی،بلکې د مسؤلیت له مخې د قلم پورته کول دي؛ ښايي ځینې استدلال وکړي چې دا خو د هنر په زور تولیدول دي او په دې ډول به د هنري اثر نازکه ملا د تصنع تر بار لاندې کږه شي؛ دا پر ځای اندېښنه ده، خو لرې کېدلی داسې شي چې زموږ هنرمند مطالعه ولري، د خپل هنري لارې اړوند کتابونه ولولي، خپله ټولنه مطالعه کړي، خپل ارزښتونه وپېژني، د خپل ټولنیز ارمان درک وکړي او په ټولنیزو مسؤلیتونو کې ننوځي، چې کله شاعر او لیکوال په دې رنګ رنګ شي،نو بیا په هنري اثر کې د مصنوعي هڅې اړتیا نه پېښېږي او په طبعي ډول په کې هغه څه انعکاس کوي چې زموږ د ټولنیز هویت، ارمان، غوښتنې او غږ حیثیت خپلوي، دا چاره د هنرمند له ژوند سره مرسته کوي او حتی له مرګه وروسته يې هم اثار نه فاني کېږي.راځئ همداسې یوه هنري ټوټه وشاربو، چې د دې معزز ملت او ګران هېواد رښتوني عکاسي په کې شوې، د ملت روان په کې مطالعه کېدلی شي، ټولنیز جوړښتونه په کې وینئ، د کلیوالي ژوند تصویر ګورئ، د ملت په حیث د وقار، عظمت او سرلوړۍ ننداره يې کوئ او د دې هېواد د طبعي ښایست باریکیو ته مو پام را اړوي.

دا د الاالله په ځـوږ ودان که هــر څو وران دى

زړه دى ځان او تن مو دى وطن افغانستان دى

شاعر د دې په زړه پورې نظم په سر کې هغه تیوري ننګولې چې ګڼ نور يې تبلیغوي او انګېري،چې که د ارزښتونو په ساتنه کې تعمیر په تخریب بدل شي،نو ګواکې زیان يې کړی او په دې ټولنه کې دوی حق لري غږ وکړي چې وطن اور واخیست، لولپه شو او خاورې اېرې شوې، دا خاورې اېرې کېدل بیا دوی داسې هم تعبیروي چې نو په داسې وخت کې له وطن سره اړیکه شلول مهم دي، ترې وتل مهم دي اوحتی په خپل وطن پورې خندل حتمي دي.

دلته شاعر په لومړي نیم بیتي کې سلامت تاریخ را نغښتی، کله چې د ارزښتونو او حتی ځان تر منځ د ساتنې مقابله راغله نو زموږ شعار، زموږ اصلیت دا دی چې مقدسات او ارزښتونه دي وساتل شي، حتی که د خپل ځان په بدله وي هم؛ نو کله چې د ارزښتونو په ساتلو کې سر په لاس کې نیول کېږي د جغرافیوي ظاهري تخریب خو اصلاً سوال نه پیدا کېږي، د دې تر څنګ د ابادۍ دا تصور غلط ثابتوي،چې په مسلمان هېواد کې دي د الاالله په جرم روحانیون په دار ځړېږي خو سړکونه دي شنه اوښتي وي، دېوالونه دي زرورق پاشي او د ښارونو تعمیرونه دي له اسمان سره خبرې کوي، بلکې بر عکس اصلي ابادي، روحاني قوت، د الاالله ځوږ او رباني اړیکه ده؛ چې په رحمت او همت يې کنډوالې په ابادۍ بدلېږي؛ ضمناً شاعر د وطن د اصیل بچي په ډول دا په الاالله ودان وطن که ظاهري هر څومره وران او د موربم په لوګو لړلی وي هم؛ پردیو ته نه پرېږدي، زړه دی، ځان او تن مو دی وطن افغانستان دی!

دا د فـطرت ناوې لا پر ځان وهي لاسـونه

ږدي لا په تندي له پاکو وينـو سره خالونه

رپـي هــره خـــوا په شـهيدانو دســـمالونه

سـرو وينو راوړي لـور له لــوره سـره ګلونه

شپه وي سپوږمۍ وايي له ځنګله سره رازونه

يخ شمـــال ته ښــوري د نښـترو اوربلـونه

غرونه زبون وهلي وي ولاړ مغـرور سرونه

شـنو درو کې تـم وي د غـازيانو کاروانونه

توره شــپه وي بـل په شـهيدانو مشــالونه

ښکاري لا هم ځاى ځاى په اورغالو کې اورونه

سيند له مستۍ ناڅي شنې څپې وهي ټوپونه

نوره خاموشي وي هــره خــوا خـواره وزرونه

لاندې شهيدزار بر يې له ستورو ډک اسمان دى

زړه دى ځان او تن مو دى وطن افغانستان دى

دا د فـطرت ناوې لا پر ځان وهي لاسـونه

ږدي لا په تندي له پاکو وينـو سره خالونه

«د فطرت ناوې» داسې ترکیب دی چې د کایناتو د تخلیق جرړو ته سړی رسوي او انګېري چې:

دا جهان دی خدا له عشقه پیدا کړی

د جمله‌ و مخلوقاتو پلار دی دا

په فطري ډول د دې جنتي وطن ښایست ته «د فطرت ناوې» ترکیب استعمالول ټوله هغه طبعي ښکلا له ځان سره لري چې تشریح ته يې په نثر کې پاڼې ضرورت دی، خو دا ناوې لا په فطري ښکلا بسنه نه کوي، ښایست کوي، سینګار کوي او د فطرت د تخلیق د زیبايۍ ډېروالی کوي، خو دا سینګار د سر ښندونکو له پاکو وینو خالونه دي، «د وینو خال» زموږ په ولسي ادب او د ملالې رحمهاالله په لنډیو کې هم یاد شوی دی، خو لکه چې پورته یادونه وشوه څه باندې دوو لسیزو ادبي فعالیتونو خصوصاً وروستۍ لسیزه په سټیج، اکاډمیکو مرکزونو او ادبي ناستو کې په شدت دا تبلیغېدل چې اصلاً د وینو نوم وانه اخیستل شي، له وینو خال اېښودل خو د «وحشیتوب» جامع تصور بلل کېده؛ خو دې ظاهراً ادبي درسونو ډېری سیاسي موخې لرلې او هڅه دا کېده چې څنګه د ځوانې طبقي ذهن داسې عیار کړي چې سبا حتی د خپل بدن د خوندیتوب لپاره هم غبرګون ونه ښيي.

خال به د یار له وینو کېږدم

چې شینکي باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

له ارزښتونو دفاع، د مقدساتو ساتنې لپاره سپر کېدل او د پردیو پر وړاندې مبارزه کې غلبیل سینه د دې ټولنې د معیارونو له مخې د مرادنګۍ ثبوتونه دي، داسې چې ښځينه يې پرې ویاړي او د پاشلي جسد را ټولو شویو ټوټو ته کوکې نه وهي، بلکې په رېږدېدلو شونډو مبارکي ورکوي؛ هو! دا زموږ اصلي ټولنیز روح دی!

د هنر کار دا دی چې مسائل، پدیدې او حتی محسوسات داسې در باندې وویني چې فکر دې شي نوي څه اورې او د خپل وطن په دې مغروره ښکلا ویاړ درشي. د دې په زړه پورې نظم د پورته کړۍ نورو بیتونو ته ځېر شئ، د شهیدانو پر مزارونو د دسمالونو رپېدل، همدا سره ګلونه تر همدې مزارونو سرو وینو راوړي، خو شاعر په دې کې ډوبېږي نه، بلکې د اصیل مرد په حیث پرې ویاړي او مخاطب سمدستې متوجه کوي چې دا دې معزز وطن د ناوې پر طبيعي ښایست پورې شوي سینګارونه دي، سر پورته کړه او د شپې په خاموشۍ کې د ځنګله راز واروه، د یخ شمال نازکو وږمو ته د نښترو د اوربلونه وګوره، د مغرور غرونو رعب ته ځېر شه او ترې لاندې شنو دروکو د سرښندویانو پر کاروانونو سترګې یخې کړه، خو دا سرښندونکي داسې د دې فطرتي ناوې د عزت ساتنې لپاره سرونه په لاسونو کې نیسي چې همدا معصومه شپه کې د تللیو ملګرو پر مزارونو مشالونه په سترګو ویني، دوی نه د تللیو کاروانونو په اورغالو کې ور پاتې سکروټې زړه خوړینې کوي، نه يې د سیند اټنچیانې څپې زړونه وړي، بلکې وینې يې د دې وطن عظمت په همدې کې نغښتې چې،

لاندې شهيدزار بر يې له ستورو ډک اسمان دى

زړه دى ځان او تن مو دى وطن افغانستان دى

په هنري ټوټه کې د وخت ارزښت او اغېز له پامه نه شي غورځېدلی، د دې معنی دا نه ده چې هنري ټوټه دې د کال په کوم خاص فصل یا د شپې او ورځې په کومه مشخصه حصه کې تولید شي، بلکې د شپې او ورځې مشخصي صحنې او د کال مشخص فصلونه د هنري ټوټې په تخیلي پیاوړتیا کې بارز رول لري او زموږ ولسي هنري ټوټو د وخت لا جالب کیفیت وړاندې کړی دی:

په غرمو ګرځې رنګ دې تور شو

په غرمو نه وي لېونیه دیدنونه

د مازدیګر ژېړیه لمره

په روغو وایه د رنځورو سلامونه!

د مازدیګر خپل ژېړ رنګ او د لمر وداع، د رنځور له کیفیت او سلام لېږلو سره زورو هنري تناسب زېږوي، همداسې د مني د لغړو خو لنډو ورځو تصویر، د ژمې په سپوږمۍ لرونکې شپه کې پر واورو د سپوږمۍ د پلوشو زړه وړونکی انعکاس، د اوړي د لنډې شپې د وصال ارزښت او د پسرلي د رنګین مازدیګري او تنکي ماښام ننداره د هنري کیفیاتو په قوت کې خپل خپل ځایونه لري.

زيرى د لمرخت وي په ختيځ افق سپيدې شي

شــرنګ د تکـبيرو شي آذانونه شي نعـرې شـي

زرکې په مسـتۍ شـي د تنځــرو غـرغړې شــي

شـــور وي تـرنم وي سـندريزې انګــــازې شــي

ساه د ژوندون راوړي د سهار خوږې وږمې شي

ويښې لـه خيالــي خـوبه ستومــانه پرګنې شي

مــړه نغــري تاوده شـي د لـوګيو سلســـلې شي

ښکلي په سپين روبو جوماتونه شي دېرې شي

کـــار د دين دنيـا او د زلـمــــو مټې اوږې شــي

پيڅکـــې د پتمنــو په ګودر خــورې ورې شــي

سپين سپيڅلى ژوند شي تر اوبو رڼې شيبې شي

دلته تش يوه خـداى ته پنځـه وخته سجدې شي

دې ولــس رودلـــى له شيدو سـره ايمـــان دى

زړه دى ځان او تن مو دى وطن افغانستان دى

زموږ تر بحث لاندې نظم کې هم ښاغلی قاري عبدالستار سعید د شپې له جالب تصویر وروسته د دې وطن د ورځې پیل انځوروي، دلته په زړه پورې تصویر دا دی چې د ګڼو فردي تجربو او مروجه شاعرۍ خلاف شاعر یوازې له خپل فردي لیده دا ننداره نه وړاندې کوي، بلکې په ټولنه کې د ننوتي یو فرد په حیث مجموعي تصویر د لوستونکي ذهن ته دروي، دلته له سپېده چاود سره سم د تکبیرونو ملکوتي شرنګ فضا په سر واخلي، زرکې په حرکت راشي، تنځرې غرغړې پيل کړي، د ژوند یو بل رنګین سهار پیل شي، له نغریو د لوګیو سلسلې روانې شي او په کوڅو کې جومات ته د تلونکو سپین روبو د غاړو تازه کولو درانه غږونه اورېدل کېږي، د زلمو مټې کار ته را بډ وهل شي او ګودرونه د پتمنو پړونو د پېڅکو ننداره کوي!

د دې ولس د ورځې د پیل اړيکه له الله عزوجل سره پيلېږي، دوی په بسم الله له خوبه پورته کېږي، په بسم الله اوداسه ته کېني، په بسم الله جومات کې درېږي او په بسم الله د ورځني ژوند بوختیاوو ته مټې را بډوهي:

دې ولــس رودلـــى له شيدو سـره ايمـــان دى

زړه دى ځان او تن مو دى وطن افغانستان دى

د لاندې کړۍ په لومړیو بیتونو کې د اضدادو په جمعه په شعر کې جالب شرنګ او په انځورګرۍ کې يې جامعیتوب زېږولی دی، له تورو خاورو جوړ دی،خو د سپينو واورو کور دی، چې شاعر د فطرت عجیب انځور بللی؛ خو دا یوازې د موسمي ښکلا تاثیر نه دی،بلکې په همدې حال کې پر پردیو د ګرمې معرکې د ډګر تورې لړې جوړې دي او نه یوازې پردي لو لپه شوي، بلکې زموږ لونګ ځوانۍ هم په کې رېبل شوي دي.

دا له تورو خاورو جوړ د سپينو واورو کور دى

خدايګو د فطرت د رنګينو عجيب انځــور دى

هلته لــــړې پاڅـي په پردو بل شــوى اور دى

دلــته وږمـــې ناڅي د لـونګو لو او لـــــور دى

هم بلــخ او هـرات دى د فاني مردانو ګور دى

هم د عــزم څلى کندهــار غــزنى که غـور دى

دې زانګو روزلى د محمود په شانې سپور دى

دې خاورې زوکړى د رومي د شپيلۍ شور دى

دا چې هر جابر ورته له قهـره شين او تور دى

خــدايګو ور په غــــاړه د بلا ســرونو پور دى

دلتــه اوبه شــوى د چنګيز د مـړونـد زور دى

دلته د يونان، مسکو،لندن ستورى نسکور دى

غشــى د تقــدير د لاس ويــاړلى خراســان دى

زړه دى ځان او تن مو دى وطن افغانستان دى

لکه وړاندې چې مو وویل، د دې نظم تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې زموږ د ټولنیز او اصلي هویت حق يې ادا کړ دی، د تاریخي سیمو او رجالو د پېژندنې او د ځوانانو لپاره د الګو وړاندې کولو لپاره فن کار د خپلو مینه والو په ذهن کې د حک کولو وړتیا لري، دلته د حضرت مولانا رحمه الله، حضرت ملا علي قاري رحمه الله، حضرت احمد شاه بابا رحمه الله، حضرت ابوریحان البیروني او حضرت سلطان محمود غزنوي رحمهما الله او د حضرت امیر کروړ رحمه الله ټاټوبي پرله پسې یاد شوي، کله چې ځوان نسل همدا نومونه لولي او شاعر يې د «فاني مردانو ګور» او «د عزم څلي» معرفي کوي،نو هرو مرو به يې په لټه پسې د تاریخ پاڼې اړوي، زړه يې کېږي چې وګوري د دې مردانو مردانګي څه وه او د دې معززو جغرافیو د عزم څلي څنګه دنګ پاتې شوی، چې کله حق ته رسېږي،نو خود به د چنګېز د ارمانونو مدفن، د امپراتوریو هدیره، د تمدن زانګو او د معرفت د سرلارو دې مغرورې جغرافيې ته غږ کوي، غشــى د تقــدير د لاس ويــاړلى خراســان دى.

دلته چې راغلــي د هغــو برخې سپېرې دي

دلتــه لــه پردو ککـــرو جــوړې منـــارې دي

دلته په بيدارو زلمـــو ښــکلي سـر درې دي

دلته له ويدو غـازيـــانو ډکــې هــديرې دي

سترګې د شير بريتو له جلاله تکې سرې دي

تـورې د نيکونــو يې لا ځل وهي تېـرې دي

دا د ايمــان کــور دى دلته بيلـې نندارې دي

تندې د زړو مــاتې د قــرآن له فـــوارې دي

دلته په هر چم کې جوماتونه دي حجرې دي

دلته د کوچنيانو په لاسـو کې ســيپارې دي

دلته کـور په کـور د الاهــو نعرې خورې دي

مينــدې دي، دعــاوې، پلوونــه دي، اسرې دي

هرې مــور غـــازي بچى ايســتلى تر قــرآن دى

زړه دى ځان او تن مو دى وطن افغانستان دى

له پردیو سره د تعامل بشپړه نقشه په هنري انداز وړاندې شوې ده، دا ظاهراً وران خو د الاالله په ځوږ ودان وطن د پردي حاکمیت نه تحمل کوي، دلته که څوک په زور راغلي،نو منو چې زموږ ګڼ غازیان يې هم د مرګ په خواږه خوب ویده کړي، خو د دوی له منارو هم ککرې جوړې شوې دي، هره دره يې د دوی د ټکنالوژۍ د زوال شاهدي وايي او په دې خړو غرونو کې يې د ټانګونو پرزې د هغوی پر ذلت اعتراف کوي.

ولې؟ یو وخت څرخي پله زندان کې پر زندانیانو بندیز ولګېد چې د ترجمې په وخت به فلانی او فلانی مبارک سورتونه نه ژباړئ، د هغه بریتانوي واکوال وینا مشهوره ده، چې خپل ملګرو ته يې قرآن کریم پورته کړ چې تر څو د مسلمانانو په منځ کې دا کتاب وي پر دوی زموږ حاکمیت ناممکن دی.

مسلمان افغانستان کې هم تندې له قرآنه خړوبېږي، هر کلی جومات لري، منبر لري او حجره لري، زموږ د هر نسل ګام اخیستل له سپارې سره وي، د ادې دعاوې وي او کله چې يې له فزیکي حضوره لرې کېږو، نو د معرکو سرو اورو ته مو هم تر قرآن ایستلي لېږي، هرې مــور غـــازي بچى ايســتلى تر قــرآن دى.

زړه دى د آســيا لا خو غورځنګ وهي درزېږي

چا ويـل چې شـيبې د ځنکــدن يې رالنـډېږي

لا يـې په هــډو کــې ايمـــاني اروا چلېــــږي

لا خــو يــې رګونــــه د آمـــو هلمنــد بهېــږي

ســپين واورين پامير يې لا له قـهره رانړېږي

لا يې هــم لـــه رعبــه د دنيا زړګـى لړزېـــږي

هر څـه به ميرات شي دلته ننګ نه ميراتېږي

وينــې د زلمـــو تــل تويېـــدو ته هـــوسېږي

شــته ملالـــې شــته لا د ميونـد ټپې غږېږي

لا هـــم لــه ټیکریو نـه توغونـــه تړل کېــــږي

چاته ټيټې مــه شــه لا د ننګ شمـلې رپېږي

لا هم د سـعيد د پګـړۍ سپين ولـونه ځلېږي

ځار ترې ايماني هیبت يې پروت په ټول جهان دى

زړه دى ځان او تن مــو دى وطن افغـــانسـتان دى

له دومره غورځور پرځو سره طبعي ده چې یوه جغرافیه شاید یا د هویت له نیستۍ سره مخ یا يې فزیکي حیثیت له منځه لاړ شي، خو دا د الاالله په ځوږ ودان ټاټوبی لا هم د اسیا په زړه کې حرکت کوي، لا يې هم امو حرکت کوي، پامیر يې پر ازارولو غوسه کېږي، هډونو کې يې ایماني اروا چلېږي او د دې وقار د دوام یو بل لوی علت يې دا دی چې دلته لا هم ملالې شته، لا هم ټیکري په توغ بدلېدی شي، لا هم د وطن د هرې ټکندې غرمې د معرکې د جنګیالیو په غوږونو کې انګازې کوي؛

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دي ساتینه

دلته لا هم د عینو ادې غوندې د ژوند ملګرې سا اخلي، چې که يې د ژوند یوازینۍ تکیه له بریالي لښکره هم لږ وختي کورته را ورسېږي نو تر سهاره به تړلې دروازې او د دې پېغورو ته ولاړ وي!

چاته ټيټې مــه شــه لا د ننګ شمـلې رپېږي

لا هم د سـعيد د پګـړۍ سپين ولـونه ځلېږي

ځار ترې ايماني هیبت يې پروت په ټول جهان دى

دادمحمد ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button