افغانستان

د هېواد شمال کې د ښاري ټکسي د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوې

له کابل څخه وروسته د هېواد په شمال کې د ښاري ټکسي د رنګ د بدلولو لړۍ پیل شوې ده.
د افغانستان د ترافيکو عمومي رييس حسيب‌الله مختار تېره ورځ په بلخ کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وويل چې دغه بهير د شمال زون په بلخ، سرپل، فارياب او جوزجان ولايتونو کې پيل شوى دى.
ښاغلي مختار زیاته کړه چې د ښار د ټولو ټکسي رنګ به له ژیړ څخه فیروزیي او سپین ته او شاوخوا ټکسي به په فیروزیي بدل شي.
بل خوا د بلخ مرستيال والي نورالهدي ابودريس په دې وروستيو کې د افغانستان په شمال کې د ښاري او شاوخوا موټرو د رنګونو د بدلولو د پروسې په پيل کې ويلي وو چې د دغه بهېر په بشپړېدو سره به په هېواد کې د ناامنۍ او سړي تښتونې کچه راټيټه شي.
د يادونې ده، چې دغه پروسه د ترافيکو د پوليسو د عمومي رييس له خوا ويل کېږي، چې دغه پروسه د کابينې له خوا تاييد شوې ده.
د ټکسي موټرونو د رنګ د بدلولو لړۍ له زېړ څخه فیروزیي ته لومړی له مرکز څخه پیل او اوس په شمال زون کې پیل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button