افغانستان

د هېواد په کچه به سږ کال څه باندې ۲۳ زره ټنه زعفران راټول شي

د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې کموالی راغلی دی. د زعفرانو یو شمېر کاروباریان د ویزې اخیستنې په برخو کې ستونزې او پر بانکونو محدودیتونه، هغه لاملونه په ګوته کوي، چې پر دغه بهیر یې منفي اغېز کړی دی. له دې سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري لمریز کال په دریو لومړیو میاشتو کې د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت، زعفران د نړۍ ګڼو هېوادونو ته صادر شوي دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اټکل کوي، چې په روان لمریز کال کې به څه باندې ۲۳ زره ټنه زعفران د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د زعفرانو د کرکېلې د دودولو او پراختیا په موخه یې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۰۰ کروندګرو ته د کرنیزو ښوونیزو پروګرامونو بهیر پیل کړی دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *