افغانستان

د هېواد په کچه سلګونه شخړې حل شوي دي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارووزارت مسؤلینو پرون د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د حکومت د رسنو مرکز په تویتر پاڼه کې راغلي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسؤلینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: د تېر کال پر مهال د هېواد په کچه د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ لپاره، ۳۴ جرګې جوړې شوي چې زرګونه قومي مشرانو، علماوو او مخورو په کې ګډون کړی وو، دغه راز د جرګو او مرکو له لارې ۱۳۰ لویې او ۳۰۰ وړې شخړې حل شوي دي.

د وزارت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د نورستان، سمنګان، پنجشېر، کندهار، کاپیسا او ډایکندي ولایتونو پروفایلونه ترتیب او څېړل شوي او د اړوندو ولسوالیو ۳۶ نقشې ترسیم شوي دي. دغه راز د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا، سرحدونو خوندیتوب او سرحدي سرغړونو د پلټنې او کشف په موخه، له ګاونډیو هېوادونو سره ټول سرحدونه او د ډیورنډ فرضي کرښهبررسي او پلټل شوي دي.

د وزارت مسؤلینو زیاته کړه، وروستي یوه کال کې د وزارت اړوند تعلیمي مرکزونو ته ۱۰۳۹ نوي زده کوونکي جذب شوي او ۶۶۴ زده کوونکو د لېسې دورې زده کړې پای ته رسولي دي.

بغلان ولایت کې د کوچیانو اړوند روغتیایي کلینکونو ته د ۵۶ قلمه درملو لېږد، د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د ۲۰ روغتیایي مرکزونو د چارو پیلول، هالنډ کمېټې په همکارۍ، اته ولایتونو کې څارویو ته د ۸۷۰۰۰۰ دوزه واکسین تطبیق، ۱۰۰۰ کورنیو ته د څارویو خوراکي توکو وېش او د کوچیانو سرخېلانو ته په وترنرۍ او روغتیایي برخو کې ښوونیز ورکشاپونو جوړول؛ د کوچیانو چارو سمون برخه کې د وزارت له فعالیتونو څخه دي.

د اطلاع رسونې او عامه پوهاوی برخه کې ۸۰۰۰ ټوکه جرګه او ۶۰۰۰ ټوګه هموطن مجلې چاپ او پرخلکو وړیا وېشل شوي دي. دغه راز د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ۲۳ پلان شوي او ۵ غیرپلاني پروګرامونه په لار اچول شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *