
شریعت: په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، نن دوشنبه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد کمپاین پیلېږي. په افغانستان کې د یونېسف ویاند کمال شاه وايي، په دغه کمپاین کې به ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي. روان میلادي کال چې دا یې وروستۍ میاشت ده، په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه په کونړ او بله په پکتیکا کې ثبت شوې ده. افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.