
په لغمان، روزګان، پکتیکا، نورستان او نیمروز ولایتونو ۱۸۵۶ بې وزله کورنیو مرسته ترلاسه کړه.
په لغمان کې ۱۳۰ ښځو ته د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د روتس.آف. پیس. موسسې په تخنیکي همکارۍ او د UNDP موسسې په مالي ملاټړ د مېوو او سبو د پروسیس لپاره ۱۶ قلمه ډول – ډول وسایل ورکړل شول.
د یو بل خبر له مخې؛ د روزګان په چوره ولسوالۍ کې د ADA موسسې په مالي ملاتړ ۱۰۰۰ کورنیو ته د حیواناتو د ګنجوړې د وېش لړۍ پیل شوه، چې په کې به هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ ګنجوړه ورکړل شي.
په ورته وخت کې د پکتیکا په ګسان ولسوالۍ کې د چاپان یا ستاسو غږ ادارې په مالي ملاتړ پر ۴۱۸ زلزله ځپلو کورنیو ۱۷ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول.
په همدې حال کې د نورستان کډوالو چارو ریاست لخوا سل ۱۰۰ بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د خوراکې توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلوګرامه وریجې ورکړل شوې.
همدارنګه د نيمروز په چخانسور ولسوالۍ کې زیانمن شویو کورنیو سره د DRC موسسې له خوا نغدي مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۲۸ زره افغانۍ ورکړل شوې.