
د واټر پمپونو په واسطه له اوبو څخه د ګټې اخیستنې د مخنيوي طرحه جوړېږي
د واټر پمپونو په واسطه له اوبو څخه د ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور، د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د امر باالمعروف او نهي عن المنکر مرستیال شیخ فقیرالله په ګډون ترسره شوه.دغه غونډه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۴ کال د ۲۲ ګڼې مصوبې د پلې کولو په موخه ترسره شوې.د غونډې ګډونوالو له سیندونو، نهرونو او د اوبو لګولو له کانالونو څخه د اوبو ګټې اخیستنې د څرنګوالي په هکله چې د واټر پمپونو په واسطه د حقابې د لرلو پرته ترسره کېږي، معلومات شریک کړي او د مخنیوي حل لارو په اړه یې بحث کړی.د دې موضوع د هر اړخیزې ارزونې او د واټر پمپونو په واسطه له اوبو د ګټې اخیستنې د مخنیوي ارزښت په اړه د معلوماتو تر شریکولو او د لاندني لاس حقابه لرونکو ته یې د زیانونو او شونو حل لارو تر وړاندیز وروسته، د طرحې چمتوکولو او د اړتیا وړ اقداماتو د ترسره کولو په موخه اړین تصمیمونه نیول شوي دي.