دینې لیکنې

د ورورولۍ تړون !

جومات کې غونډه پای ته ورسېده، دلته 90 نفره سره را ټول شوي و، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې تر منځ د ورورۍ تړون وکړ، یو انصار او یو مهاجر سره وروڼه شول!
انصارو پخپله خوښه او اختیار د مهاجرینو ملګرو له ډلې یو د ورورۍ لپاره وټاکه، حضرت سعید بن ابی ربییعه رضی الله عنه حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه د ځان ورور کړ؛ خپله ټوله شتمنې يې ورته شمېرلې مخې ته حساب کړه، کروندې، باغونه او خپله نغده شتمني!
تر دې هم وړاندې لاړ او ورته ويې ویل:
– دوه مېرمنې مې دي، ته يې وګوره چې هره یوه دې خوښه شوه، زه به يې طلاق کړم، له عدت وروسته يې ته په نکاح کړه!
د ورورۍ، سرښندنې او ځان ځارېدنې دې کیفیت ته د مدينې منورې ونې زبون ووهلې، دوی چې د عقبې په تړون کې څنګه ټټر وهلی و، هماغسې په تول پوره وختل؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د ملګرو لپاره يې د ټولو عربو دښمنۍ ته سینه سپر کړه، خپله ټوله شتمني يې هیڅ وبلله او د خرماوو ګڼ باغونه يې د دوی په قدمونو کې کېښودل.
حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه ورته وفرمایل:
– الله جل جلاله دې په مال او کورنۍ کې برکت واچوه، ته ماته مازې د بازار درک را وښيه!
بنو قینقاع بازار کې يې کار پیل کړ، ماښام ته يې له پنیره سره ډوډۍ ونغاړله او سهار بیا بازار ته روان شو، یوه ورځ په نویو جامو کې نبوي دربار ته حاضر شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
– واه واه څه پېښه شوې ده؟
ـ هو یا رسول الله صلی الله علیه وسلم، واده مې وکړ!
ـ څو مهر دې ورکړ؟
ـ د خرما د یوې مندکې په اندازه سره زر!
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، د عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه په لاس کې خاورې هم سره زر کېږي!

دادمحمد ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *