افغانستانراپورونه

د ورځپاڼو د ودې په موخه پر دقت او صبر ټینګار وشو

((هیچا ته خپل ګوزار نه پرېږدو،خو د ولس او هېواد د ګټو په نظر کې نیولو سره به د هر چا په مقابل کې پر خپل وخت اقدام کېږي)). دا خبره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر مولوي خیرالله خیرخواه د ورځپاڼو د ودې په موخه د روزنیز سيمينار په اختتامیه غونډه کې وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دولتي ورځپاڼو ریاست په کابل کې د ولایتونو د دولتي مطبوعاتي مسئولینو د روزنې لپاره یو درې ورځینی علمي سيمينار جوړ کړی و، چې د افغانستان د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو استازو په کې ګډون کړی و.
د یاد وزارت وزیر د ولایتونو مطبوعاتي مسئولینو ته وریاده کړه، که په بهر کې افغان دولت او د اسلامي امارت په چارواکو پسې څه ویل کېږي، رسنۍ دې د اسلامي امارت رسمي پالیسۍ سره سم د مکلفو اشخاصو له لوري د هغه په مقابل کې د ځواب خپرولو لپاره په تمه پاتې شي.
مولوي خیرخواه ټینګار وکړ، چې رسنۍ دې د غیر مسئولو اشخاصو له خولې بې مسئولیته خبرو خپرولو ته هوا نه ورکوي.
هغه د ټولنیزو رسنیو په کاروونکو غږ وکړ، که دغسې مسائل مطرح کېږي نو دوی دې ډاډه وي، چې حکومت یې په اړه بې غوره نه دی؛ بلکې د هېواد د ګټو سنجولو او اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق کار کوي،ځکه دا یوازې د دوی نه بلکې د ټول ملت مسئله ده او له عواقبو سنجولو وروسته به یې ځواب ورکول کېږي.
د نوموړي په باور، اوس چې په افغانستان کې اسلامي نظام راغلی او د قومونو تر منځ د ژبني او سمتي تبعیض ريښې په وچېدو دي، اشخاص او رسنۍ دې هم داسې څه نه خپروي چې ملي یووالي او خپلمنځي جوړجاړي ته زیان رسوي.
هغه په څرګندو ټکو وویل: ((اوس د ژبې اختلافات، د قوم اختلاف او د سمت اختلاف له افغانستانه وتلي او وحدت راغلی، خو اوس هم داسې څوک شته، چې په غیر شعوري ډول سوکه سوکه دې ته لمن وهي او مختلف تبعیضي احساسات راپاروي)).
هغه دغه راز د دغسې کسانو په مقابل کې د عامه ذهنیت جوړونې لپاره د مطالبو خپرول او خپرونې جوړول د رسنیو دنده وبلله، څو دغه ډول مغرضانه هڅې شنډې کړي، چې موخه یې د خلکو تر منځ نفاق خپرول دي.
د مولوي خیرخواه په وینا، دوی په ټولنه کې د هغو خلکو جرړې پرې کوي، چې د هېواد د یووالي او ټینګ شوي ثبات د بربادۍ لپاره کار او منفي تبلیغات کوي، آن د اسلامي امارت په جامه کې ځینې کسان قصداً او سهواً د دغې دسیسې ښکار شوي خو د مخنیوي کلکې هڅې یې روانې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو سرپرست مرستیال … حقمل وویل، چې په اوسني عصر کې د تودې جګړې پر ځای د دنیاوالو فوکس په مطبوعاتي او سړه جګړه ورټول دی،نو په دغې جنګ کې د بریا لپاره کورنیو رسنیو د پیاوړتیا سخته اړتیا ده.
د غونډې په پای کې د ولایتونو مطبوعاتي مسئولینو له سرپرست وزير سره هغه ستونزې او اندېښنې شریکې کړې، چې د ورځپاڼو او مجلو په چاپ کې د دوی پر مخ خنډ واقع کېږي.
دغو مسئولینو وویل، که یادې ستونزې هوارې نشي، په ولایتونو کې به د مطبوعاتو په برخه کې د مسلکيتوب او معیاريتوب تر لوړو رسېدل یوازې نه پوره کېدونکې هیله وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیرخواه ډاډ ورکړ، چې وزارت هڅه کوي څو د دوی ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معینیت اړوند د دولتي ورځپاڼو ریاست تېره یکشنبه (د لیندۍ په ۶مه) په کابل کې د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسئولینو ته د روزنې لپاره یو درې ورځينی سيمينار جوړ کړی و، څو دغو کسانو ته د ورځپاڼو د ودې په موخه د مسلک اړوند د تخصصي زده کړو تر څنګ په نشراتي برخه کې د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ په اړه هر اړخیز او کره معلومات ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *