افغانستان

د وزارتونو په تشکیل کې ۸ ادارې مدغم شوې

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په بنسټ اته دولتي ادارې د وزارتونو په تشکیلاتو کې مدغم شوي دي. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم له هغو ۱۹ دولتي بنسټونو څخه چې ښایي په وزارتونو کې مدغمې شي، اوسمهال یې اته ادارې د وزارتونو تشکیل کې ځای شوې.

ښاغلي مجاهد ویلي چې دا کار  د تشکیلاتي پړسوب، د زیاتو لګښتونو د مخنیوي او د یوه شخص تر څار لاندې د ادارو د راتللو په پار شوی.

د تفتیش عالي اداره د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره، د افغانستان طبي عالي شورا د عامې روغتیا له وزارت، د خوړو او درملو ملي اداره د عامې روغتیا له وزارت، د وسپنې پټلۍ اداره د ټولګټو چارو له وزارت، د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي ازمايښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې سره، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو  معینیت، د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازمایښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره، د حرفه يي زده‌کړو ادارې د کار او ټولنیزو چارو  له وزارت او د اولمپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره مدغم شوې ده. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د وزارتونو کارکوونکي به اوسمهال

په خپلو بستونو کار کوي.

تر دې دمخه د اسلامي امارت په تشکیل کې ۱۹ ادارې موجودې وې خو د اتو ادارو تر ادغام وروسته د اسلامي امارت په تشکیل کې ۱۱ ادارې او ۲۷ وزارتونه پاتې شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button