
شعرونه
د وطن د خلکو مینه
پاس پر سر یې په شغ شغ ګرځه شاهینه
غرونه غرونه د وطن د خلکو مینه
کله لمر کله غروب کله سپوږمۍ شي
تکه ژېړه تکه سره او تکه سپینه
د بوډۍ د ټال ګومبزې ته یې یووړم
وه باران اغوستي لمر جوړه مهینه
سور ګلاب یې کړمه تور کافر به نه شم
وابه نه وړم د خوږې مینې له دینه
هېڅ یو ګل یې په ښکلا کې مخی نه دی
ما پوښتلي له نرګس او له نسرینه
په تار تار یې د اخلاص اوښکې پېیلې
د لونګو تر ځونډیو لونګینه
هو د غره ځیږې اوبه یې تږي بولي
خو په لاس لګي د زړه، پسته ورېښمینه
د کاروان قلم شو میره د مچیو
مالا ماله د ګلونو له ګبینه
پیرمحمد کاروان