افغانستان

د ولسـونو ترمنځ د يووالي او همغږۍ غـونډه

د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور په مشرۍ د غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو د سرحدي پولو د ستونزې هواري په اړه د کابينې د پرېکړې د پلي کولو په موخه ناسته شوې.په ناسته کې د چارو ادارې لوی رییس ویلي؛ تر دې وړاندې د ژبې، قوم او سمت په نومونو باندې د افغانانو د وېشل کېدو هڅې کېدې، خو اسلامي امارت د ولسونو ترمنځ د يووالي او ستونزو د هوارۍ اراده لري او په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي.مولوي نورالحق انور زیاته کړې؛ چې اسلامي امارت د هېواد ټولو قومونو ته په يو نظر ګوري، ټول ولس خپل وروڼه ګڼي او د خلکو غوښتنې ته لومړیتوب ورکوي ترڅو يووالی رامنځته او ټول افغانان په ګډه هېواد ته کار وکړي.د چارو ادارې لوی رياست ګمارل شوي تخنيکي پلاوي له لوري، چې يادې سيمې ته يې سفر کړی و، خپل راپورونه او معلوماتي يادښتونه‌ وړاندې کړي.
همداراز په ناسته کې د ولايتونو استازو د موضوع اړوند خپل نظريات شريک کړي.
د يادې موضوع د اساسي حل په اړه پرېکړه شوې، چې د زابل او کندهار ولايتونو استازو سره دې هم غونډه وشي او له هغې وروسته به ياده موضوع د وروستۍ پرېکړې لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *