دینې لیکنېلیکنې

د ياجوج او ماجوج حقیقت !

لطف الرحمن قمري

یاجوج او ماجوج هغه قوم دی چې ذوالقرنین د دوو غرونو په منځ کې بند کړي وو او د دوی د شر او دسیسو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره یې بند جوړ کړي وو  مګر دوی څوک دي؟  ددوی خوراک څه شی دي؟ ذوالقرنین څنګه په غرونو کې بند کړل؟ کله به بهر را وځي؟  هغه پوښتنې چې موږ به یې په دې مقاله کې ځواب ووایو، انشاالله.

قرانکریم کې الله ﷻ د ذولقرنین واقعه داسې بیانوي الله ﷻ فرمایلې{تردې پورې چې كله د دوو غرونو منځ ته ورسېده، نو هلته یې يو داسې قوم وموند چي په ډېره سختۍ سره په كومه خبره پوهېده*

هغو خلكو وويل: «اې ذوالقرنينه! ياجوج او ماجوج پدې سيمه کې فساد خوروي، نو ايا موږ تا ته ددې لپاره څه محصول درکړو چې زموږ او د هغو په منځ کې يو بند واچوې؟»*

هغه وويل: «څه چي زما پروردګار ما ته را په برخه کړيدي، هغه ډېر دي. تاسي په بشري قوه زما سره مرسته وکړئ، زه ستاسي او د هغو په منځ کې بند اچوم.*

ما ته اوسپنیزې تختې راوړئ!» –  په پاى کې هغه د دواړو غرونو تر منځ كنډو ډك کړ، نو خلكو ته یې وويل چي اوس اور په پوكولو بل کړئ، تر داسې اندازې پورې چې كله(دغه د اوسپنې ديوال) بيخي لكه د اور په شان سور شو، نو هغه وويل: «راوړئ چې اوس پدې ويلي کړي مس وڅڅوم.»*

(دغه بند داسې ؤ چي) ياجوج ماجوج ورباندي نشوای را ختلای او په هغه کې سورى كول له دې څخه هم زيات ګران ؤ.*

ذوالقرنين وويل: «دا زما د پروردګار رحمت دى، خو كله چې زما د رب د ژمنې نېټه را ورسیږي نو دا به ميده ميده هوار کړي، او زما د پروردګار وعده حقه ده.»ویل شوي چې یاجوج ماجوج یو غیر عرب نوم دی  او دا دوه قبیلې دې د یافث بن نوح علیه السلام له اولادې څخه دې، او انسانان دي.

ددوي خوراک څه شي دی؟

ويل شوي: دوى به خلك وژل، او ويل شوي دي: دوى به د خلكو غوښې خوړلې، او ويل شوي: دوى به د پسرلي په ورځو كې بهر ته تلل، او شنه او وچ هېڅ شې به یې نه پريښودل او خوړل به یې.

ددوي شکلونه څه رقم دې؟

لکه څنګه چې احادیثو بیان کړي {پلن مخونه یې دي وړې سترګې لري خړ ویښتان یې دي مخونه یې ګرد دې لکه د ډال په شان}

د یأجوج او مأجوج را وتل د قیامت له غټو علامو څخه دي:

الله ﷻ فرمایلې!

سورة الأنبیاء ایات نمبر 96 97:

{تر دې پورې چي كله د یاجوج او ماجوج لاره پرانستله شي او هغوی له هرې هسكې نه په راكوزېدو شي.*

او د حقې وعدې د پوره كېدو وخت چي را لنډ شي، نو په ناڅاپي توګه به د هغو كسانو سترګي ټېغي ټېغي ووځي، چي كافران شوي ول. وبه وايي: «هاى زموږ بده بخته، موږ ددې شي له لوري په غفلت کې لويدلي وو، بلکي موږ ظالمان وو.»*}

ددغو ایاتونو څخه معلومیږي چې یاجوج او ما جوج به قیامت ته نېژدې وخت کې را وځي.

یا جوج او ما جوج به څنګه خروج کوي؟

خروج د یأجوج او مأجوج د هغه غره نه چې ذوالقرنین په هغه کې بند کړي وو داسې ده لکه څنګه چې رسول الله ﷺ له وحې هغه موږ ته بیان کړي،

یأجوج او مأ جوج هره ورځ هغه دېوال وهي تر دې چې د لمر شعا ووینې دوی کې یو کس ووایي تاسې واپس شی نور به سبا وکېندو، نو الله ﷻ بېرته سخت کړي تر دې چې الله ﷻ اراده وکړي چې دوی را اوباسي په خلکو نو دوي به دا بند ووهي تر دې چې دوی به د لمر شعا وويني نو دوی به دا ځل إن شاء الله ووایې چې سباته به یې وکيندو نو دوي به را ووځي.

د ځمکې اوبه به ټولې وڅښي او خلک به له دوی څخه پټېږي تر دې چې خمر غر چې د بیت المقدس غر دي هغې ته به ورسیږي نو دوي به ووایي چې د ځمکې خلک خومو ختم کړل نو د اسمان طرف ته به غشي وولي او هغه به بېرته په وینو لړلې را ختا شي نو دوی به ووایي چې د ځمکې او اسمان خلک مو ختم کړل.

د یأ جوج او مأجوج هلاکت به څنګه وي؟

عیسی علیه السلام او مؤمنان به په ډېر ټینګار  دعا ګانې کوي نو الله ﷻ به ددوي دعاګانې قبولې کړي او یأجوج او مأجوج باندې به د النغف مرض راولي ددوی په څټونو کې{ النغف یو وړونکې غوندي مخلوق دې چې د چینجي په شان د اوښ په پوځه کې پیدا کیږي} نو الله ﷻ به ددغې حشري په واسطه ټول یأجوج او مأجوج په یو ځل مړه کړي.

بیابه عیسی علیه السلام او مؤمنان به د غر نه ځمکې ته را ښکته شي په ځمکه کې به یو لویشت ځمکه هم ددوي له جسدونو څخه خالې نه وي بیابه عیسی علیه السلام او مومنان دعا وکړي نو الله ﷻ به داسې مرغان را ولیږي لکه د اوښانو د څټونو په شان نو دوی به ځان سره جېګ کړي هلته به یې وغورځوي چېرته چې د الله ﷻ خوښه وي.

بیابه الله ﷻ داسې باران وکړي چې د خټو او خېمو کور به  ورنه پاتې نشې ځمکه به ومینځې لکه آینه او الله ﷻ به ځمکې ته امر وکړي چې ميوې دی را شنې کړه او برکت دې بېرته را واپس کړه.

مسلمانان به د یأجوج او مأجوج د مرګ نه پس د هغو له لېندو غشو او ډالونو څخه به اوه کاله اور بلوي.

يأجوج او مأجوج د جهنم والا دې که د جنت والا؟

حدیث کې راغلې چې د قیامت په ورځ به الله ﷻ ادم علیه السلام ته ووایي د جهنم والا مخلوق را بېل کړه نو ادم علیه السلام به پوښتنه وکړي د جهنم والا څوک دي؟ الله ﷻ به ورته ووایې له هر 1000 زرو تنو څخه 999 نهه سوه نه نوي تنه را بېل کړه.

کله چې رسول الله دا حدیث وویل نو صحابه ډېر سخت وډار شول او وویل یا رسول الله موږ چېرته او دا یو چېرته یعنې دا یو خو به پیغمبران یا اولیاء وي نو رسول الله ﷺ ورته وویل زیری واخلئ تاسو نه به یو نفر او د یأجوج او مأجوج څخه به زر نفر وي.

نو ددغه حدیث نه معلومیږي چې یأجوج او مأجوج د جهنم والا دي.

په یأجوج او مأجوج باندې ایمان له غیبو څخه دي او موږ په غیبو ایمان لرو او دا دوه قومونه د الله ﷻ د قدرت نښې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button