دینې لیکنې

د يوازېتوب په ګناهونو اخته کسانو ته!

کله چې صحابه کرام په حج کې د احرام پرمهال له ښکار کولو په داسې حال کې منع شو، چې ښکار کول ورته ډېر آسانه هم وو، دا یوه آزموينه وه چې الله تعالی يې په اړه داسي فرمايي: ژباړه: ای مؤمنانو! الله تعالی به تاسو د هغه ښکار په ذريعه په سخته ازموینه کې ښکېل کړي، چې بالکل ستاسو تر لاسونو او نېزو لاندې دی(چې په ډېره آسانۍ سره يې نیولای شئ) تر څو معلومه شي چې ستاسو څخه څوک په پټه له الله تعالی ویرېږي، خو چا چې بيا هم د الله تعالی له ټاکل شوي حد څخه تجاوز وکړ، د هغوی لپاره دردناک عذاب دی.[سورة مائده ٩٤]

په نن زمانه کې د الله تعالی له لوري آزموينه تر پخوا سخته او په بل نوي شکل ده؛ هغه دا چې له نن څخه کلونه وړاندې به لوڅو، ناروا فلمونو او تصويرونو ته کتل مشکل کار و، خو نن دا کار په ډېره آسانۍ سره ترسره کيدلای شي. د ټولنیزو رسنیو ځينې څارونکي د ډول ډول ناروا فلمونو او تصويرونو په کتلو بوخت وي او له خلکو په يوازيتوب کې ښه په آرام زړه د خپل نفس ناروا غوښتنې پوره کوي.

د نن زمانې مسلمانان ځوانان چې د ډېرو انسي او جني شيطانانو لخوا د مختلفو وسائلو پر مټ په ډول ډول فتنو کې را ګير دي؛ يوه فتنه دا هم ده چې دوی په داسې پټو ګناهونو مبتلا دي، چې پرته له الله تعالی پرې یو څوک نه وي خبر لکه: ناروا تصويرونه او فلمونه کتل، موسیقي اورېدل، له پردیو هلکانو سره د نجونو او نجونو سره د هلکانو خبرې کول، نا مشروع اړیکې پالل، په لاس باندې ځان انزالول او داسې نور… په دې لیکنه کې د يوازيتوب په ګناهونو اخته کسانو ته یو پیغام پروت دی چې بايد په سړه سینه ولوستل شي او عملي شي.

ای ځوانانو! کله چې تاسو او ټليفون سره يوازې شئ، نو په دې دوکه نه شې چې اندامونه مو چوپ پاتې دي؛ بلکې همدغه اندامونه به د قيامت په ورځ پر تاسو ګواهي ورکوي: لکه الله تعالی چې فرمايي: ژباړه: نن ورځ به موږ د دوی خولې په مهرونو ور وتړو او له موږ سره به د دوی لاسونه خبرې کوي، او د دوی پښې به ګواهي ورکوي چې دوی په دنيا کې پرې کوم کارونه کول.[سورة یس ٦٥]

‏«په خلوت کې د الله تعالی څخه ويره د ايمان د کمال علامه ده، په دې سره الله تعالی د مؤمنانو په زړونو کې د ياد کس مينه زياتوي».[جامع العلوم والحكم ٤١٠/١]

تر ښکاره تقوا پټه تقوا هم سخته او هم افضله ده؛ ځکه په ښکاره یو کار د خلکو له شرمه پريښودل کېږي او په پټه د الله تعالی له شرمه پرېښودل کېږي.

د يوازېتوب د ګناهونو ځينې زیانونه

١_  د بدرنګۍ نقصان: کوم انسان چې د يوازيتوب په ګناهونو اخته وي، هغه د الله تعالی کامل بنده نه دی؛ مُطَرِّف بن الشِّخّير رح وايي: د کوم بنده چې پټ او ښکاره حالت دواړه برابر وي، الله تعالی وايي: دا مې په حق بنده دی او د چا چې پټ حالت خبيث وي(په ګناهونو تیرېږي) هغه په حقه او پوره بنده نه دی.

٢_  د خلکو پر وړاندې رسوايي او نفرت: إبن جوزي رح وايي: کله انسان الله تعالی ته ناخوښ اعمال په پټه  توګه کوي، خو آخر يې الله تعالی ښکاره کړي که څه هم موده وروسته وي او خلک به يې يادوي که څه هم لیدلی يې نه وي، ډېر وخت دا سړی د خلکو ترمخ په رسوايي کې ولوېږي، چې د ټولو ناڅرګنده ګناهونو لپاره ځواب شي.

٣_  ناوړه خاتمه: د يوازيتوب  ګناهونه د خرابې خاتمې لامل کېږي؛ إبن رجب رح وايي: بده خاتمه د هغه پټې دسیسې په سبب رامنځته کېږي چې د بنده او الله تعالی تر منځ وي.

٤_  د الله تعالی پر ځای له مخلوق څخه وېره: د پټو ګناهونو مبتلا له الله تعالی دومره نه ډارېږي لکه له خلکو او نه له الله تعالی دومره شرم ورځي، لکه له خلکو، مخلوق يې په زړه کې تر خالق لوی مقام لري او د الله په وړاندې داسې جرئت کوي چې د مخلوق پرمخ یې نه شي کولای.

٥_ له اصلاح څخه نا امیدي: کوم انسان چې په پټو ګناهونو اخته وي، ګناهونو ته بار بار ور ګرځي، هغه له توبې بې برخي شي او زړه یې مړ شي او د زړه د سختۍ او مړ کيدلو اساسي نښه داده چې څوک د عباداتو له کولو ناتوانه شي او په ګناهونو پښېماني نه ورځي. د زړه مرګ د الله تعالی له لوري د غضب نښه ده؛ ځکه په مړ زړه کې نه وېره وي او نه له کوم نصيحت څخه ګټه اخلي.

د خلاصون علاج

١_  دعا: له پټو ګناهونو څخه د خلاصون لومړی او غوره علاج  الله تعالی ته عجز، زارۍ او دعا کول دي.

٢_ مجاهده: له نفس سره د ګناه په پرېښودلو کې مجاهده کول، ناوړه وسوسې او فکرونه لري کول او د نفس په تزکیه کې پوره کوشش کول. که موږ دا بهانه کوو، چې په دې زمانه کې حرامو ته رسېدل آسانه ده، بايد دا هم ووایو چې نن زمانه کې له حرامو څخه په ځان ساتلو الله تعالی ته نږدېکیت هم آسانه ده.

٣_  هميشه مرګ یاد ساتل: او دا فکر کول، چې که بالفرض ماته د ګناه پر مهال مرګ راشي او په همدې شرمناک حالت کې له الله تعالی سره مخ شم؛ ماسره به څه ډول حساب کېږي.

٤_ د نیکو اعمالو له ضايعه کېدو وېره لرل: د خپلو نیکو اعمالو له ضايعه کېدو وېره لرل او هغه سخت وعید په یاد لرل چې د ترمذي شريف په یو حديث کې داسې بيان شوی: رسول الله (ص) وفرمايل: زه د خپل امت هغه قوم پېژنم چې د قيامت په ورځ به د غرونو په شان نېک اعمال له ځانه سره را وړي، خو الله تعالی به يې له خاورو سره خاورې کړي(دوی ته به بې ګټې تمام شي) ثوبان رض وپوښتل: دا به څوک وي؟ رسول الله(ص) وفرمايل: دا هغه کسان دي چې کله دوی له خلکو يوازې شي نو د الله تعالی له احکامو سرغړونه کوي او د حرامو خيال نه ساتي.

٥_ له يوازيتوب څخه ځان ساتل: که څوک په يوازيتوب کې پر ځان باور نه لري، هېڅکله دې نه يوازې کېږي؛ ځکه ډېر وخت شيطان د انسان شهوت ته په يوازيتوب کې حرکت ورکوي او په ګناه يې راولي، دا سمه ده چې يوازيتوب د عبادت او له الله تعالی سره د راز او نياز یو فرصت دی؛ مګر دا فرصت د هغه چا په برخه ده چې د قوي ايمان په وسله سمبال وي.

٦_ غوره ملګري پيدا کول: رسول الله (ص )فرمايي: تاسو له ډلې سره لازم شئ؛ ځکه شيطان له یوه سره وي او شيطان له دوو څخه ډېر لري وي.[ترمذي]

دا حديث موږ ته دغه درس راکوي چې څومره ملګري غوره وي؛ هغومره له چا څخه شيطان لرې وي؛ ځکه شيطان غواړي مسلمان له خپلې ډلې را بېل کړي او د هغه يوازې پسه په څېر یې وبروړي، چې له رمې لرې پاتې شوى وي.

٧_ په زړه کې د رب عظمت پيدا کول: کوم زړه چې د الله تعالی له عظمت(لویي)څخه ډک وي، هغه نه په ښکاره ګناه کوي او نه په پټه؛ محمد بن نصر رح وايي: کوم زړه کې چې د الله تعالی عظمت پاتې شي، هغه زړه کې له الله تعالی څخه حیا او هيبت رامنځته کېږي او په زړه کې د الله د عظمت پيدا کولو غوره لارې؛ هميشه ذکر کول؛ شرعي علم ترلاسه کول او د الله په نعمتونو او قدرتونو کې فکر کول دي.

٨_ مراقبه: همیشه د الله تعالی په یاد ساتلو ته «مراقبه» ويل کېږي. که په دنيا کې کوم څوک جرم وکړي، خپلوان او ملګري ورته وايي: چا خو به نه یې لیدلی؟ که دی د»نه!» ځواب ورکړي؛ دوی ورته وايي: بیغمه شه!

خو آیا د الله تعالی له ليدلو به څوک په یو وخت کې بیغمه شي؟!یو عرب لیکلي و: یو تن هغه څوک چې د ناروا نظر په مرض اخته و، داسې وايي: د دروازې کړپ شو، زړه مې ستوني ته راغی او ساه مې بنده شوه، ټليفون مې سمدستي بند کړ او کله چې مې دروازه خلاصه کړه، ګورم؛ بهر پيشو ولاړه وه! آیا تاسو د دې مسکین حال ته نه ګورئ، چې له خپل هغه رب څخه چې د غاړې تر رګونو ور نږدې ده، وېره نه لري او د پیشو په راتګ سره بیا دومره وېره احساسوي!

اللهم لاتکلنا الی أنفسنا طرفة عين.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button