افغانستان

د يونیسف ساحوي مسوول:په هر ډول شرايطو کې د خپلو مرستندويه پروګرامونو پلي کېدو ته ژمن یو

شریعت: د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا د آسیا لپاره د يونیسف

شریعت: د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا د آسیا لپاره د يونیسف له ساحوي مسؤول جورج لاریي سره وکتل.
د پوهنې وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل، چې افغانستان د خپلو ارزښتونو په چوکاټ کې د نړيوالې ټولنې د يو ژمن غړی په توګه، د ژوندانه په ټولو برخو په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې په ډګر کې د خپلو نړيوالو متحدينو ملاتړ ته اړتيا لري او دوه اړخیزو مثبتو اړیکو ته ژمن دی.
نوموړی زیاته کړه، په امن، زده کړه، ابادي، هوسايي او پرمختګ سمبال افغانستان د نړيوالې ټولنې په ګټه دی.
د یونیسف ساحوي مسؤول په دغه کتنه کې يو ځل بیا د افغانستان له ښوونيز نظام سره د مرستې په اړه خپله ژمنتيا څرګنده کړه.
نوموړي زياته کړه، چې مونږ د خپل مرستندوی ماموريت په وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه تفاهم او په خبرو اترو باور لرو او هر وخت او په هر ډول شرايطو کې د خپلو مرستندويه پروګرامونو پلي کېدو ته ژمن یو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *