ټولنه اوکلتورلیکنې

د ټولنیزو رسنیو زیانونه او پر ټولنه یې منفي اغېزې

ټولنیزې رسنۍ پر ګټو او اسانتیاوو سربېره ځینې زیانونه هم لري او له حده زیات کارول یې انسان له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کوي، دا چې زیانونه یې څه دي او پر ټولنه یې کومې منفي اغېزې کړي، په دې لیکنه کې به یې زیانونو او منفي اغېزو ته اشاره وشي؛ نو که غواړئ د ټولنیزو رسنیو د زیاتې کارونې پر زیانونو پوه شئ، دا لیکنه ولولئ.
ټولنیزې رسنۍ د بې شمېره اسانتیاوو او پرمختګونو تر څنګ ځینې زیانونه هم لري، چې ټولنیزې رسنۍ هم د خپلو ګټو تر څنګ ځینې زیانونه هم لري. لومړی خو دا باید و وایو، چې په هر څه کې منځنۍ حالت غوره کول په کار دي، یعنې نه باید افراط وشي او نه هم تفریط، خو له بده مرغه چې موږ افغانان بیا تل افراط کوو او یا تفریط کوو، چې د ټولنیزو رسنیو په کارونه کې هم ډېری کسان افراط کوي او له حده ډېر یې ځانونه په دې برخه کې بوخت کړي، چې دې چارې په ژوند کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کړي. هغه کسان چې له حده ډېر په ټولنیزو رسنیو کې ځان بوختوي له دې ستونزو سره مخ کېږي.
۱- ذهني ګډوډي: که ټول ورځ یو انسان په ټولنیزو رسنیو کې بوخت وي، هغه خامخا له ذهني ګډوډۍ سره مخ کېږي؛ ځکه له یوې خوا د ده ټوله انرژي په دې مصرفېږي او د نور کار او خبرو حوصله ورسره نه وي، له بلې خوا په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېری داسې موضوعات خپرېږي، چې په ذهني لحاظ انمسان نار ارامه کوي او ځوروي یې، لکه افغانستان غوندې هېواد چې ټوله ورځ ناخوالې، ستونزې او وحشتونه پر ټولنیزو رسنیو خپرېږي.
۲- د زده کړې او کتاب لوستلو مخنیوی کوي: هغه کسان چې ټوله ورځ پر ټولنیزو رسنیو کې ځان بوخت کړي، هغه د خپل درس او کتاب لپاره وخت نه مومي او نه هم د کتاب لوستلو حوصله ورسره وي، چې دا چاره یې په ژوند کې د تنبلۍ او ژوند له پرمختګونو د شاه ته پاتې کېدو لامل کېږي. نو زده کوونکي او زده کړیالان باید دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي او له حده زیات ځان په دې برخه کې بوخت نه کړي، چې د زده کړي او پرمختګ خڼد یې شي.
۳- د خوب د کموالي لامل کېږي،ځینو کسانو دومره ځان په فیسبوک، انستاګرام، یوتيوب او نورو مسایلو کې بوخت کړی وي، چې تر نیمو شپو په کې اخته وي، چې دا چاره یې د بې خوبۍ ستړیا او ذهني ګډودۍ لامل کېږي. دا سمه ده چې اوس د ټولنیزو رسنیو کارونه یو ضرورت دی، خو دومره هم باید له حده زیات ځان په کې مصروف نه کړو، چې په ژوند کې له ستونزو سره مخ شو.
۴- روغتیایي ستونزې: که ټوله ورځ مو موبایل مخې ته نیولی وي او ځان په کې بوخت کړو، نو دا مو د سترګو د کمزورتیا د ورمېږ یا غاړې د ډیسکونو له نږدیوالې او یا لیروالي سره مخ کوي، همدارنګه که یو انسان ډېر ځنډ په یو حالت کې ناست وي او ځان ته حرکت ور نه کړي، د وینې په جریان کې هم ستونزه پیدا کېږي، چې دا چاره بیا د بېلا بېلو ستونزو لامل کېږي.
۵- د ټولنې د وګړو تر منځ یې صمیمیت او خواخوږي له منځه ځي: ټولنیزو رسنیو ټولنه هم زیانمنه کړې، ځکه په ټولنه کې اوس د پخوا په پرتله څوک یو له بل سره دومره مجلس، خبرې او کیسې نه کوي، ځکه هر سړی په خپل موبایل کې اخته وي او په دې کار سره یو بل ته پاملرنه کمه شوې. پخوا په کورنیو او مېلمستیاوو، کې به چې ټول سره راټول شول، خبرې او کیسې به یې کولې، خو اوس چې ټکنالوژۍ پرمختګ کړی، څوک کیسې نه کوي او هر سړی په خپل موبایل کې اخته وي، چې د ټولنې تر منځ د لیروالي او خواخوږۍ د له منځه تلو لامل شوي دي.
د دې لپاره چې د ټولنیزو رسنیو له کارونې زیانمن نه شو، اړینه ده، چې په کارونه کې یې زیاتی ونه کړو او پر ځای او وخت سره یو وکاروو، ځکه زیانونه یې باید په پام کې ولرو.

شبانه پوپلزۍ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *