ټولنه اوکلتورلیکنې

د ټولنې پر وګړو د روژې اغېزې!

روژه چې د منع کېدلو، پټه خوله اوسېدلو، صبر کولو، پرهېز کولو، ځان ژغورلو او بنديز په معنی ده. هرو مرو به روژتيان د روژې په نيولو له لوږو تندو سره مخامخ کېږي،خو کله چې د ژوند په اوږدو کې ناڅاپي بې وسي او ستونزې راشي د هغوی په مقابل کې په پوره صبر او حوصلې سره مقاومت کوي او خپل ځان نه بايلي. مګر د دې پرخلاف هغه څوک چې له روژې نيولو سره روږدی نه وي او د لوږې او تندې له مشکلاتو سره مخامخ شي ژر صبر او حوصله له لاسه ورکوي او خپل ژوند بايلي .د روژې په نيولو سره په انسان کې له الله تعالی څخه وېره او تقوا پيدا کېږي، لکه مخکې چې مو وويل د روژې تر ټولو ستر مقصد تقوا، له بدو بېزاري او د زړه صفايي ده. الله تعالی فرمايي: (( روژه پر تاسې ځکه فرض شوې چې تاسې متقيان وګرځئ.تقوا د هغه کيفيت نوم دی چې له حصول وروسته يې په زړه کې له ګناه او له بدو کارونو د کرکې حس او د نېکو کارونو خوا ته ډېره مينه توليدېږي او د قرآن له مخې د روژې مقصد هم دا دی چې په انسان کې دغه کيفيت پيدا شي، نو که بالفرض روژتي ته دغه غرض او غايت په لاس ورنه شي، ګويا له لويه سره يې روژه نه ده نيولې او يا سړی دومره ويلای شي چې صرف جسماني روژه يې نيولې، ليکن روحي ترې پاتې شوې ده.همدا راز د سنن دارمي او نسائی په يوه حديث کې راغلي چې روژه له بدو کارونو څخه د منع کېدو ذريعه ده، نو څوک چې روژه نيسي، هغه بايد له بدو خبرو او غوسې لاس واخلي، تر داسې حده که له ده سره څوک جنګ او جګړې ته تيار شي او ښکنځل ورته وکړي، نو د مومن وظيفه دا ده چې قهر وزغمي او هغه ته ووايي چې زه روژتی يم.
په روژه کې شتمن او بډای خلک په خپله تل آسوده او سوکاله ژوند کوي،نوکله چې شتمنو خلکو ته د روژې په نيولو سره د لوږې او تندې په سختيو او کړاوونو کې د بې وسو او بېوزلو مسلمانانو حالت ور په زړه کېږي،سمدستي فکر کوي چې د بېوسو او بېوزلو مسلمانانو ټول ژوند په لوږه او بېوسۍ کې تېرېږي ،ځکه يې پر هغوی زړه سوی پيدا کېږي او ورباندې يې د مهربانۍ او مرستې کولو ولولې په جوش راځي په نتيجه کې له خپل مال او شتمنۍ څخه څه اندازه غريبانو او بېوزلو ته ورکوي .همدا روژه ده چې د خلکو په زړونو کې انساني همدردي او سخاوت راپارېږي، څوک چې خپله لوږه او تنده احساس نه کړي، هغه په صحيح ډول څه رنګه د وږو او تږو له حاله خبرېدای شي، د روژې په ذريعه بډايانو ته دا احساس ورکول کېږي چې په لوږه او تنده کې څومره تکليف دی، نو د يو چا په مړولو او اوبه کولو کې به څومره ثواب وي، د تکليف درک هغه وخت سړي ته معلومېږي چې دی خپله ورسره لاس او ګرېوان شي. که تاسې فکر کړی وي په هر ځای کې چې د روژې نيولو امر شوی وي لکه په قسم ماتولو او نورو ډېرو ځايونو کې، هلته د روژو د نه نيولو په صورت کې مسکينانو ته ډوډۍ ورکول کافي ګڼل شوې ده، نو له دې څرګندېږي چې روژه او غريبان مړول د موقع پر وخت د يوبل قايم مقام ګرځي.
بې وسه او بې وزله کسان د بډايو په دې ډول خواخوږۍ او مرستې سره له هغوی خوشحالېږي . په پای کې د بې وزلو او بډايو تر منځ مينه او دوستي پيداکېږي او هر يو،يو د بل تر څنګ هوسا او ډاډه ژوند تېروي،چې دا په خپله د ټولنې د نېکمرغۍ سبب ګرځي .دغه راز د روژې په ذريعه د انسان عقل پر نفس باندې پوره او کامله غلبه پيدا کوي او په انسان کې استقامت توليدوي، مثلاً يو څوک چې پوره يوه مياشت په ځان کې دومره استقامت او ټينګښت پيدا کړي چې له سهاره تر ماښامه له حلالو شيانو لکه خوراک، څښاک او جماع څخه پرهېز وکړای شي، نو هغه بې له تکليفه کولای شي چې نور ټوله کال له ناوړو کارونو، بې خونده خبرو او بدو اخلاقيو څخه ځان وژغوري. په روژه کې انسان ته د شکر ايستلو موقع په لاس ورځي، مطلب دا چې څوک وږی او تږی نه شي، په بدن کې ضعف او کمزوري احساس نه کړي، هغه څنګه کولای شي چې د الله تعالی د نعمتونو شکر لکه څنګه چې ښايي ادا کړي، دا قاعده ده له چا څخه چې يو محبوب او مرغوب څيز څه زمانه ورک شي، نو د هغه د فراق او نيستۍ په وخت کې د هغه څيز قدر خورا ښه معلومېږي.روژه د الهي محبت لپاره يوه خورا ښه علامه ده، څوک چې د خپل محبوب او معشوق په محبت کې تر داسې اندازې ورسېږي چې خوراک او څښاک پرېږدي او له خپلې ښځې سره جنسي تعلقات هېر کړي، هغه ته رښتينی عاشق ويل کېږي، نو څوک چې له الله تعالی سره محبت لرل، په روژه سره اظهاروي او د ژوند خوندونو ته شا ورګرځوي، ځکه نو الله تعالی فرمايي: چې روژه صرف زما لپاره نيول کېږي او بدله يې خپله ورکوم.روژه د جسم او روح دواړو د صحت لپاره ده، ځکه خو طب پوهان د ښه صحت لپاره بهترين څيز لږ خوراک ګڼي، همدا راز صوفيه کرام د زړه د صفايي لپاره همدا شی لازم ګڼي، له بل پلوه ميډيکل ساينس د ډېرو ناروغيو د صحت لپاره ځان وږی کول قطعي علاج ګڼي، د طبي هداياتو له مخې انسان بايد لږ تر لږه په هفته کې يو وخت ځان وږی وساتي او په کال کې يوه مياشت دغه لړۍ جاري ساتل ډېرې ناروغۍ له ځان سره وړي، خو په دې شرط چې په خوراک او څښاک، روژه مات او پېشلمي کې بې اعتدالي ونه شي، د لوړ شوګر او زيات وزن درلودونکي انسان لپاره خو د طب پوهانو له نظره روژه نيول اکسير او تر ټولو ښه ده.

وحيدالله هڅاند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *