افغانستان

د ټولګټو سرپرست وزیر د غزني – مقر سړک د اساسي ترمیم چارې وارزولې

د ټولګټو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري، د کابل – قندهار لویې لارې اړوند د غزني – مقر لاټ سړک د اساسي ترمیم چارې له نږدې وارزولې.

د ټولګټو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري، د کابل – قندهار لویې لارې اړوند د غزني – مقر لاټ سړک د اساسي ترمیم چارې له نږدې وارزولې.
د ټولګټو وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ټولګټو سرپرست وزیر د یادې لویې لارې ترسره شوې چارې مثبتې وارزولې او د پروژې مسوولینو ته یې د کار د لا ښه والي او چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
هغه دغه راز اړوند مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د یادې لویې لارې د هغو ویجاړو شویو برخو د بیړني او مؤقت ترمیم لپاره سیار ټیم وګوماري چې د تګ راتګ پرمهال یې خلکو ته ستونزې رامنځته کړې او هم یې د قیر اچونې بهیر له ځنډ سره مخ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – قندهار لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار اوسمهال په درېو برخو (میدان وردګ – غزني، غزني – مقر او زابل – قندهار) کې دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *