افغانستان

د ټولګټو وزارت: سږ کال څه د پاسه ۱۵زره کسانو ته کاري زمینه برابره شوې

د ټولګټو وزارت مسئولین وايي چې د دغه وزارت د پروژو د کار په بهیر کې، سږ کال څه د پاسه ۱۵زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په خپله (ایکس) پاڼه کې لیکلي دي: “سږکال د سړکونو او لویو لارو د رغونې، ساتنې او څارنې، اجناسو او غیر مشورتي خدمتونو په برخه کې د څه د پاسه ۱۷۳پروژو کار جریان لري چې د ځینو کار یې بشپړ شوی دی؛ له دې جملې څخه د سړکونو په برخه کې؛ یو شمېر لویې پروژې لکه: د کابل – کندهار او د کندهار – هرات لویې لارې بیا رغونه، د غور – هرات لویې لارې د اساسي رغونې کار، د کندهار – روزګان لویې لارې د رغونې کار، د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار، د بادغیس اړوند د بادغیس – فاریاب د افغانستان حلقوي سړک رغونه، د کندز – تخار – بدخشان لویې لارې ترمیم او د کابل – لوګر لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې کار د یادونې وړ دي.”
د حق‌شناس د معلوماتو له مخې؛ ټولګټو وزارت دغه راز په ټول هېواد کې د سړکونو د ساتنې او څارنې د ۱۰۹ پروژو کار پیل کړی چې د ۷۶ پروژو لګښت له انکشافي او ۳۳ نورو یې له عادي بودجې څخه تمویلیږي.
په یادو پروژو کې د شاوخوا ۲۵ پایې لوی پلونو او ګڼ شمېر پلګوټو کار هم شامل دی چې د پُلونو او پلګوټو په کډون د یادو ډېرو پروژو کار بشپړ شوی دی.
ویل شوي چې د ټولګټو وزارت د پروژو د کار په بهیر کې، سږ کال ۱۵ زره ۱۷کسانو ته په مستقیم ډول او کڼ شمېر نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button