
افغانستان
د پانګونې برخه کې به خلکو ته کاري زمينه برابره شي
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پنجشېر د زمردو د داوطلبۍ له ګټونکي فخرالدین او یو شمېر نورو ملي سوداګرو سره وکتل.د کانونو او پټرولیم وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: «الحمدلله د پنجشېر په ګډون په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین دی او همدارنګه پر کانونو باندې د پانګونې په برخه کې به د دغه ولایت خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»د زمردو سوداګرو هم، له خصوصي سکټور او پانګه والو څخه د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ مننه کړې ده.دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت تېره اوونۍ، د لومړي ځل لپاره د څه د پاسه ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، د پنجشېر د ۱۲۴۴ قیراط زمردو د پلورلو خبر ورکړی و.