افغانستان

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې طرحې وړاندې شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې چې وړمه ورځ مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې په یو شمېر طرحو په اړه بحث وشو.دغه غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د جلال آباد ښار حوزوي او د کابل شیخ زاید روغتونونو په انګړونو کې د تصویري تشخیصیه خدماتو او معیاري لابراتواري مرکزونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.یاده طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تائید
او … 5مخ

وړاندې کوونکي شرکت ته سپارښتنه شوې، چې ډیزاین او ساختماني چارې یې د کور او ښار جوړولو وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي.همدارنګه دغې غونډې ته د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، په نهو ولایتونو کې د ۹ عصري او معیاري مسلخونو جوړولو او د جلال آباد ښار په بزازي څلورلارې کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شويو کمېټو ته دندې سپارل شوي څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *