افغانستان

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ د خصوصي سکټور پانګونې پر طرحه بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو یوشمېر طرحو په اړه بحث وشو.
دغه غونډې ته له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، په صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید، په یوشمېر ولایتونو کېد کرنیزو فارمونو جوړولو او همدارنګه د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د معیاري ترمینل جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.
په ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *