سرمقالې

د پاکستان شکایتونه د واقعیتونو پټولو يوه هڅه ده !

ملګرو ملتونو اداره کې د پاکستان استازي منیراکرم یو ځل بیا له افغانستانه سرټکولی او نړیوالې ټولنې ته یې لمن نیولې چې پر کابل تر دې لا زیات فشار واچوي څو پاکستان له موجوده ناامنیو وژغورل شي. دا چې پاکستان زموږ له هېواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ولې پرلپسې شکایتونه پیل کړي، حقیقیت یې د افغانستان او پاکستان ټولو ولسونو ته ډېر ښه معلوم دی او لازمه هم ده چې همدغه د پاکستان ولسونه تر هر چا لومړی خپله د خپلو حاکمانو ځواب ووایي او هلته د ورپېښو ستونزو رښتینی هواری ترې وغواړي. ایا د پاکستان په سیاستوالو ، دیني علما‌وو، ټولنیزو مخورو او ان عامو وګړو کې به داسې څوک وي چې رعیت سره د خپلو حاکمانو ناوړه چلند ته یې پام نه وي؟ په تېره بیا له دوه زرم میلادي کال راوروسته کله چې پر افغانستان د صلیبي یرغل پر مهال یې د اسلام د سترو دوښمانو خوا ونیوله، هغوی ته یې هوایي او ځمکنۍ لارې چمتو او ډاډمن تمځایونه ورکړل او ددې تګلارې هر مخالف به یې یا خپله له منځه وړی یا به یې ژوندی پر کفارو پلوري- ایا د لال مسجد له قتل عامه څوک نه دي خبر او خصوصا په پښتونخوا او بلوچستان کې له هماغې ورځې راهیسې بیا تر ننه په لسګونه مدرسې نه دي بمبار شوې؟ له همدغو صلیبیانو د څو ډالرو ترلاسه کولو په موخه د عافیه صدیقې په شمول سلګونه پاکتساني وګړي لاس تړلي هغوی ته نه دي سپارل شوي؟
له همدې یرغلګرو سره د مخالفت په ګناه د دوښمن خوشالولو لپاره ډیورند کرښې ته څېرمه سلګونه کلي نه دي بمبار شوي او بیا د هماغه پرنګي په نغدي مرسته پر ټوله فرضي کرښه وسپنیز جالي دېوال نه دی جوړ شوی چې مخالفت کې یې لا هم د لکونو عوامو پرلتونه او احتجانونه دوام لري. ایا پرته له حاکمانو به داسې څوک وي چې پر یادو تګلارو خوښ وي؟ ښه نو ایا د پاکستان مسلمانو ولسونو کې به بیا هم داسې څوک نه موندل کیږي چې د دوی پر خلاف وسله راواخلي او د خپلو دیني ارزښتونو، خپل ناموس، وژل شویو، نیول شویو، پلورل شویو او تري تم شوي عزیزانو پوښتنه وکړي او انتقام یې واخلي؟ حقیقت دا دی چې پاکستان یو ګڼ نفوسه او د انګریزي نقشې په ترسیم منځته راغلی هیواد دی چې د کورنیو ستونزو شتون پکې حتمي دی. مثلا د خپل کم عمر په لومړیو کلونو کې د کشمیر او بنګال له اړخه له ډېرو زیانونو سره مخ شو خو اوس چې د اسلام او حقوقو موضوع منځته راغلې ده، طبعا پښتونخوا او بلوچستان کې هم د خلکو زغم پای ته رسېدلی او پرته له شک او شبهې یوازې همدغه د پاکستان د موجوده ناامنیو اصلي عوامل دي، خو په ډېر افسوس چې پاکستاني حاکمان افغانانو سره د اسلامي وروګلوۍ او ګاونډیتوب ټول حقونه تر پښو لاندې کوي، د واقعیتونو پټولو هڅه کوي، لا هم بې دینه دښمن ته زموږ پر خلاف هوایي لارې ورکوي، لمسوي یې او په دې توګه د خپلو عوامو پام بل لور ته اړول غواړي. خو موږ باوري یو چې که خدای کول افغانان به د الهي نصرت او خپل ملي حاکمیت په مټ له اوسنیو ستونزو بریالي وځي، دا ورځې به تېرې او د اسلام د دوښمنانو تر څنګ درېدلي حاکمان به هم خپل خالق ته شرمېدلې وي او هم خپلو ولسونو ته مختوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *