افغانستان
د پاکستان له بندخونو لسګونه افغان کډوال آزاد شول
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان د کراچۍ ښار له بندخونو د ۶۰ افغان کډوالو د خوشې کېدو او هېواد ته د راستنېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ۶۰ افغان کډوال، چې د پاکستان په کراچۍ زندان کې بنديان وو، له بنده آزاد او د تلې پرون هېواد ته راستانه شول. یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله ۴ مياشتې بندیان وو، چې له آزادېدو وروسته د سپين بولدک له لارې هېواد ته ستانه او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د پاکستان له بندخونو سلګونو افغان کډوال د دغه هېواد د بېلابېلو ښارونو له بندخونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.