
د پاکستان له زندانونو سلګونه نور افغان بندیان خوشي کېږي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ وایي، تر راتلونکو دوو میاشتو به له ۲۹۰ ډېر افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، خوشې شي. د یادې کونسلګرۍ مسوولین زیاتوي، په پاکستان کې د ۲۶۰۰ افغان بندیانو له ډلې نږدې ۲۳۵۰ بندیان چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، خوشي شوي او هېواد ته ستانه شوي دي. بلخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي، په تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۸ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، د افغان بندیانو پر ستونزو د غور لپاره د لویې څارنوالۍ په مشرۍ یوه کمېټه هم جوړه شوې ده. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال له شپږو تر اتو مېلیونو افغانان په نورو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستان کې ژوند کوي.