
افغانستان
د پاکستان له زندانونو څخه ۳۶ افغان بندیان آزاد شوي
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د لسګونو نورو افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت مرستیال ویاند په خپله ټویټر پاڼه ليکلي، په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان د سیند ایالات له زندانونو څخه ٣٦ افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هېواد ته راستانه کړای شول. د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۲ زره ۴۷۲ افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.