افغانستان

د پروان احصائیې ریاست ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د پروان د احصائیې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې تېر ۱۴۰۱ کال کې یې د څه ‌باندې ۳۰ زره برېښنايي او نږدې ۶۲ زره کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه ۱۶میلیونه او ۱۴۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د دغه ولایت د احصائیې او معلوماتو رییس مولوي شفیق الله شهزاد وايي، چې په ورځني ډول د برېښنايي پېژندپاڼو وېش څانګو ته له ۲۰۰ زیات غوښتونکي د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
شهزاد زیاتوي، چې د یاد ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال څه‌ باندې ۴ زره او ۳۰۰ هېوادوالو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاح خدمتونه او څه‌ باندې ۶ زره او ۲۰۰ هېوادوالو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو، مړینو، ودونو او طلاق) د ثبت خدمتونه وړاندې شوي دي.
د نوموړي په خبره، اوسمهال په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانګې فعالې دي، چې په کې له وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼې، د ودونو او طلاق ثبت، د زېږېدنو ثبت او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) هم فعال دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د کونړ د احصائیې او معلوماتو ریاست تېر ۱۴۰۱ کال کې د نږدې ۵۳ زره کاغذي او ۲۴ زره برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له درکه څه‌ باندې ۱۲ نیم میلیونه افغانی عواید راټول کړي و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *