افغانستان

د پستې باغونو جوړولو ته د هرات کروندګرو لېوالتیا

د هرات د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په وروستیو کلونو کې د پستې باغونو جوړولو ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده او په تېرو لسو کلونو کې څه باندې پنځه زره جریبه ځمکه کې د پستې باغونه جوړ شوي دي. د کروندګرو په وینا په دې ولایت کې تر ډېره د پستې دوه ډوله ونې کرل کيږي، چې یوه یې په لویدیځو ولایتونو کې مشهوره بادغیسې پسته او بله یې ایراني پسته ده چې نیالګي یې له ایران څخه راوړل شوي دي. د کرنې ریاست په خبره د هرات ولایت اقلیم د پستې کرنې لپاره مناسب دی او د کوکنارو کروندګر کولی شي د پستې باغونو جوړولو سره بې تاوانه ګټه ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *