
د پلار مینه ؟!!
د پلار مینه له اولاد سره تر کومې اندازې ده؟ موږ ته د مور مینه ډېره رایادیږي او یا هم ډېر راته ویل کیږي چې د مور مینه تر پلار زیاته ده. نو ځکه ښایي موږ ته هم دا تلقین په یقین بدلیږي چې مور زموږ سره تر پلار زیاته مینه لري. لیکن دا چې د کوم یوه، مینه او محبت له اولاد سره زیاته ده، حقیقت یي مور او پلار ته معلومیږي. زما په آند د اولاد سره د مور او پلار مینه دومره زیاته ده چې حد او اندازه یې نشي کېدلای او نه هم په یقین څوک دا ویلای شي چې د پلار مینه تر مور کمه ده او یا د مور مینه تر پلار زیاته ده. ځکه څرنګه چې الله جل جلاله انسانان بېل بېل پیدا کړي دي، هر یو د خپل طبیعت، چلند او د کار او کور چاپېریال سره سم له اولاد سره تعامل کوي او اولاد هم د خپل برداشت مطابق د دوی مینه اندازه یا پرتله کوي. خو بیا هم په عموم کې نارینه کلک زړه وي او د خپل زړه او باطن اظهار هر چیري او هر چا ته نه کوي، او په مقابل کې د ښځو زړونه بیا نرم او ښځینه نسبتاً مهربانه وي او هر وقت د خپل د زړه بړاس بیانوي.
نن مې داسې یو حقیقي داستان واورید چې زه یې غمجن کړم او دا یې راته یاده کړه چې مور او پلار له اولاد سره څومره مینه او محبت لري؟ کیسه داسې ده چې یو مور او پلار له خپل لور سره روغتون ته راځي تر څو خپل لس کلن لور عملیات خونې ته بدرګه کړي او له سپک عملیات وروسته یې روغ او جوړ بېرته کورته یوسي. څه موده مخکې د سترګو ډاکتر چې درې کاله وړاندې یې د یادې انجلی سترګه عملیات کړې وه، دوی ته ویلي و چې د سترګې لږ کوږوالۍ پاته دی او یو بل سپک عملیات غواړي. نو ځکه اوس دوی یو ځل بیا خپله نازولې لور روغتون ته راوسته چې دغه وړه ستونزه یې هم حل او ښایست يې دوه چنده شي.
انجلی یو نیم ساعت عملیات خونه کې وه او کله چې ډاکتر له خونې بهر راووت نو د انجلی پلار ته یې د عملیاتو د کامیابی تبریکي ورکړه. لیکن وروسته انجلی یې سمدستې د عملیاتخانې څخه، آی سي یو ته انتقال کړه. شیبه وروسته معلومه شوه چې انجلی بیهوښه او په کوما حالت کې ده. پلار او مور یې څو څو ځلې د نوکریوال ډاکترانو او نرسانو څخه د مشکل پوښتنه کوي، لیکن هیڅوک هم واضح او صحیح جواب نه ورکوي.
له څه وخت تېرېدو وروسته مور یې ویني چې د لور د سینې څو هډوکې یې ماتې شوي دي. پلار ته یې خبر ورکوي او دوی له ډاکتره شکایت کوي. د عملیاتخانې دوربینونه کتل کیږي، لیکن د هغه مهال ثبت شوې ویډیو وار له وړاندې حذف شوې ده. او دا هم ورته معلومیږي چې د انجلی د سینې هډوکې د زړه د احیا کولو پر مهال ماتې شوي دي. دا واقعه د انجلی پر پلار دومره سخت اثر کوي چې ټوله شپه په ويښه تیروي.
پلار ته هیڅ خوب نه ورځي، سوچونه او فکرونه یې د سر کوپړۍ ور ډکوي. له ځان سره وایی: دا مې نازولې لور وه، دا مې د کور رڼا وه او کور په دې ښایسته و. ولي داسې وشوه، ستونزه څه وه، ډاکتر خو ویل چې ساده او سپک عملیات دی. د تشویش وړ نه دی. د زړه احیا کولو ته څه ضرورت و. ولې لور مې پر هوښ نه راځي.
په سبا یې ناڅاپه پلار ته د زړه درد پیدا کیږي، د بدن د چپ طرف او چپه لاس درد یې زیاتیږي او په څو دقیقو کې له حرکته او ښورېدو لويږي، ډاکتران یې معاینه کوي او وایي چې زړه یې له حرکته لوېدلی. بېړنۍ خونې ته یې انتقالوي او څه موده وروسته یې مړ جسد له خونې بهر راباسي.مور د لور او میړه په غم کې یواځې پاتیږي. یو طرف ته لور یې د کوما په حالت کې په بستر کې پرته ده. بل طرف ته خاوند یې د لور په غم کې ساه ورکړې او د کفن او دفن مراسم یې روان دي. کور ته ولاړه شي که روغتون کې پاته شي؟!.
هلال بلخي