افغانستان

د پوهنې وزارت: پنجشېرکې د قرآن کريم سيالي تر سره شوه

په پنجشېر ولايت کې د «نجم القرآن» تر نامه لاندې د قرآن عظيم الشان د حفظ او حسن قرائت سيالۍ، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت په همغږۍ او د ياد ولايت پوهنې رياست په همکارۍ تر سره شوې.
د سياليو د پيل په مراسمو کې،چې پرون ترسره شول د پنجشېروالي الحاج حافظ محمد آغا حکيم، دپوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، يو شمېر علماوو، مشرانو، استادانو او د ښوونځيو زده کوونکو ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د ياد ولايت والي په خپله وينا کې د قرآن کريم حافظان د انبياوو (عليه السلام) وارثان وبلل او ويې ويل چې قرآن کريم د انسانيت د تبليغ، نصيحت او لارښوونې لپاره نازل شوی دى.همدارنګه د پنجشېر د پوهنې رئيس مېلمنو ته د ښه راغلاست پرمهال وويل، چې په يادو سياليو کې د دغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه ۱۸ تنو حافظانو برخه اخيستې وه. نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلامي زده کړو له معينيت څخه د دغو سياليو د پيلولو له امله مننه وکړه.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معينيت استازي او د ياد پروګرام يو تن تنظيموونکي قاري مبين شاه رمزي د دغو سياليو کړنلاره بيان کړه.د مراسمو په پای کې د سيالۍ ګټونکي، ممتاز زده کوونکي او د نعت ويلو ټېمونه د ولايت مقام، د پوهنې رياست او د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د پلاوي له لوري په نغدي ډاليو او تقدير نامو وستايل شول. نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *