راپورونه

د پوهنې وزارت: ښوونځيو کې دې شاګردانو ته بدني سزاوې نه ورکول کېږي

کله نا کله داسې اوازې پورته کېږي، چې ګواکې په ښوونځيو کې اوس هم د زور او ډانګ په وسیله زده کوونکو ته تدریس کېږي. زربت چې د کابل ښار په یوه نانوایي کې کار کوي ویلي، یو وخت به زه ښوونکي ډېر وهلم، نو له همدې امله مې په کوچينوالي کې ښوونځي پرېښود اواوس نانوایي کې مزدوري کوم.خو حکومت ادعا کوي، چې دغې ستونزې ته یې رسیدنه کړې او د پوهنې سرپرست وزیر په ځلونو ويلي، چې ښونځیو کې دې شاګردانو ته بدني سزاوې نه ورکول کېږي. د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس قاري منصوراحمد حمزه د دولتي ورځپاڼې له خبریال سره په خبرو کې ویلي: دا کړنه( چېرته چې ډب نه وي، هلته ادب نه وي) ان شاءالله ختمه شوې او ځینې ستونزې به موجودې وي، خو بيا هم د پوهنې وزارت د مشرتابه د مکتوب په ذریعه سره ځینې سپارښتنې او هدایات ټولو ښوونځیو ته شوي، چې زده کوونکو ته باید بدني۷مخ
سزاوې ورنه کړل شي او په دې اړه موږ ځانګړی امریت هم ایجاد کړی او زده کوونکي کولی شي، خپل شکایتونه له موږ سره شریک کړي او په راتلونکي کې پلان لرو، چې دا ستونزه مکمله له منځه یوسو. نوموړي د ماشومانو د تشویق په اړه هم و ویلې، چې سږ کال مو د ۶ میلیونو ډالرو په اندازه قرطاسيه له اول څخه تر شپږم ټولګیو پورې وېشلې،چې کتابچې، کتابونه، مجلې، قلمونه، خط کشونه او داسې نور تدريسي مواد په کې شامل دي، هغه دا هم و ویل: په لوړه سطحه د پوهنې وزارت یوه مجله لرو، چې سږ کال د ( بخوان، بيانديش ) په نامه منظوره شوې هم ده، په دې کې به تفریحي او د زده کوونکو د فکري ودې اړوند موضوعات راوړل کېږي.
د ښونځیو د ماشومانو نصاب بله ستونزه ده، چې حکومت یې د حل خبرې کوي، پوهنې وزارت ويلي نصاب مو ننني عصر ته په کتو جوړ کړی او د ماشومانو د تعلیمي نصاب محتوا په داسې شکل جوړه شوې، چې په هغو کې د اسلامي شعایرو، عقیدې، ارواپوهنې او عصري زده کړو معیارونه په نظر کې نیول شوي دي، تر څو د ننني وخت لپاره یو کامل نصاب وي.
مولوي عبدالرحمن اخندزاده چې د کابل ښار یو دیني عالم دی نوموړي تېره ورځ یوې غونډې ته په وینا کې د تېر اسلامي امارت د تعلیمي نصاب په اړه وویل: زموږ په تعلیمي نظام کې الف الله، ب بابا او د بابا درناوی، ج جهاد او ش شمشېر ورته ښودل کېده. هغه تېر حکومت او بهرنيانو ته په خطاب کې زیاته کړه: الف یې په انار، ج یې په جوار، ت یې په توپ راته بدله کړه او له وړکتوب نه يې ماشوم ته دا پيغام و، چې خوره، څښه او خپلې لوبې کوه، همدا د ژوند عیش او عشرت دی.
فرید ارین چې د فلسفې یو لاروی دی، نوموړي ټول شموله چلند، له عمر سره سمه محتوا او فعاله تشویقي زده کړه په ښوونځیو کې د ماشومانو لپاره حیاتي ګڼي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *