سرمقالې

د پوځي زور و ځواک ترلاسه کول مهمه فـریضه ده!

حقیقت دادی چې د نن په بې رحمه، بې انصافه، ظالمه، منافقه او دروغجنه نړۍ کې د صداقتُ زړه سوي، خواخوږۍ او بشري اخلاقو په نامه یو بڅری شی هم نشته. اوس فقط، زورواکي، چالاکي، درغلي، ټګي، منافقت او یو مخیزه ماده پرستي ده چې پر اساس یې د نړۍ په لروبر کې پراته هېوادونه یو بل سره اړیکې پالي. د بشریت پردې ټاټوبي اوس د اشرف المخلوقات پر ځای د اسفل السافلین واکمني ده، چې یوازې د سوټي په زور او د بدماشۍ په طریقه د ماده پرستۍ پر بنیاد اړیکې پالي او خپلې شیطانی موخې ترلاسه کوي. نور دلته د بشري حقونو، انسانیت او ترحم د اورېدو او لیدو غوږونه او سترګې نشته او لنډه دا چې یو مخ د ځنګل هغه قانون پلي دی چې یوازې پړانګان او زمریان پکې فقط د خپلو داړو او پنجو په زور واکمني او باچایي کولی شي. همدا وجه ده چې اوس مهال په دې وحشي ځنګل کې د انساني کرامت ځښتن بشر پرته له چړې او ټوپکه یوه شېبه هم نه شي تېرولی. خو بیا هم که یو ساده او پاک زړی انسان تش لاس په دې وحشتناکه سیمه کې وخت تېرول غواړي نویا به یې ډېر زر د تن جامي هم ریتې پیتې، عورت لوڅ او اندامونه پرهر پرهر وي او یا به هماغه د ګیدړانو په شان د چالاکۍ او چاپلوسۍ وخت تېروي او د زمریانو او لېوانو پاتې شوني به خوري. له همدې امله خو یو مؤمن انسان ته د خالق او مالک له لوري دا سپارښتنه شوې چې د خپل سر، عقیدې عزت او مال د خوندیتوب لپاره هر وخت بشپړ دفاعي وسایل او چمتووالی ولري، ځکه ښکاره ده چې پرته له دې به یې دا هرڅه له لاسه وتلي او یو مخ له سپکاوي او بې پتې سره مخ وي. دا چې دګردو مخلوقاتو د رحمان او رحیم خدای له لوري مسلمانانوته د اوسپنیزو جارحه الاتو د جوړولو او کارولو واضح امر شوی، معلومه ده چې دلته د اشرارو او مفسدینو خطر زښته ډېر جدي او خطرناک دی. تردی چې دادی دغه ترخه واقعیتونه موږ همېشه پر خپل ځان هم لیدلي او هره ورځ یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هم د سر په سترګو وینو. ایا زموږ لپاره همدا اوس دمګړۍ د فلسطین روان زړه بوږ نونکی وضعیت او بې ساری ناورین د بې وسۍ او کمزورۍ د خطرناک انجام یوه څرګنده بېلګه نه ده؟ ایا تاسې وینئ چې پرته له هماغه زورور ذاته بل څوک یې د مرستې او خلاصون کوم اقدام کولی شي؟ البته دا بیا ځانته جلاخبره ده چې ډېری زور و ځواک، پوځ او وسایلو درلودونکي ملتونه هم د خوارۍ او بې عزتۍ شپې ورځې تېروي. ښایي هلته د ایمان او شجاعت کمزوري وي، خوکومو چې په دې لړکې د خپلې ایماندارۍ او سرښندنې امتحان ورکړی وي، پرهغوی دا هم فرض ده چې هم د جنګ او دفاع سړي تنظیم کړي او هم یې وسایل. ځکه هماغسې چې مسلمانانو ته د ایمان، اخلاص او نیت د اصلاح او جوړونې حکم شوی، دوسلو او وسایلو ترلاسه کولو او استعمال امر هم ورته شوی. په دې اساس نو دا وخت پر ټول افغان ولس حکومت اورعیت لازمه ده چې د پوځي وړتیاو د زیاتولو لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي څو په نړۍ کې له هر سیال او رقیب سره په هسکه غاړه ګوزران او معامله وکړی شي. د همداسې ورځې په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *