لیکنېمقالی اوتبصرې

د پوځ اصلاح او تزکيه مهمه ده!

د پوځ روزنه دوه ډوله ده:
۱_ اول د ظاهري دښمن په وړاندې لکه: د وسلو زده کړه، بدني روزنه، چټک او منظم پلانونه، تدريب، مسلکيتوب، ځمکني او هوايي تمرينات او ورسره په پوځي یونیفورم او تجهيزاتو سمباليدنه.
۲_ د پټ دښمن(نفس/شيطان) په وړاندې مبارزه، باطني تزکيه او تربيه، الهي ارشاداتو ته ژمنتيا، د دين په هره جزيه عمل، د ظاهر او باطن اصلاح او هرقول، فعل، حرکت او سکون د الله تعالی لپاره کول.
په دې ليکنه کې غواړو، د پوځ په دوهم ډول روزنه خپل نظر روښانه کړو.
مسلمانانو هغه مرحله طی کړه، چې په نتيجه کې يې اسلامي نظام قایم او د فتنو ټغر ټول شو. اوسمهال په کار داده، چې پوځ داسې جوړ شي، چې بيا ځل د فوځ په نيمګړتياوو سره د نظام زوال رامنځته نشي.
الله تعالی وايي: ژباړه: ژر ده چې الله تعالی به ستاسو دښمن هلاک کړي، بیا به وګوري چې تاسو (مؤمنان) څه کوئ؟
اوس الله تعالی دښمن هلاک کړ، مګر زموږ اعمال د الله تعالی تر څارنې لاندې دي، چې څه کوو، اطاعت که معصيت؟
د هر مسلمان اصلاح مهمه ده، خو د پوځ اصلاح ته اړتيا ځکه شته؛ چې پوځ په ټولنه کې د مالګې حيثيت لري، د نورو شیانو فساد په مالګه اصلاح کيږي، خو که مالګه فاسده شي؛ بيا يې اصلاح ناممکنه ده، د پوځ په بې لاريتوب سره الله تعالی اسلامي نظام زائلوي او اسلامي نظام د هر مسلمان اړتيا، په ځمکه کې ستر نعمت او د انساني خلقت د هدف ضامنه ده.
اسلامي پوځ بايد د تقوا او نيکو اعمالو نمونې وي، الهي شريعت لومړی په ځان بيا په نورو عملي کړي، د داسې پوځ ښه مثال د صلاح الدين ايوبي پوځ و چې پوځيانو به يې د شپې لخوا تهجد او د ورځې جهاد کاو او يوازې دوه پوځیان يې له صف څخه ځکه ويستل شوي، چې د شپې تهجد يې نه کول، په دې خاطر چې ممکن د دوی له وجې الله تعالی په موږ رحمت بند کړي.
په نورو نړیوالو نظامونو کې اسلامي قانون دخل نلري نو ځکه د نظام خلک د مخفي کيمرو، پوليسو او نور څارګرو په واسطه کنټرولوي، که مجرم تعقيب نشي مجرم نه دی، خو زموږ نظام الحمدلله اسلامي نظام دی هر پوځي بايد په خپل جرم اعتراف وکړي؛ ځکه د اسلام په رأس کې ددې ډير مثالونه شته، رسول الله(ص) ته به اصحاب راغلل په جرم به يې اعترف وکړ او په ځان باندې د حد قائمولو به يې غوښتنه به یې وکړه چې دا کار موږ ته راپاته سالمه او مؤثره مؤرثه ده.
سیاست او حکومت مقصود بالذات نه دي او د حکومت لپاره به د شريعت احکام نه قرباني کيږي.
الله تعالی فرمايي: ژباړه: هغه کسان چې موږ په ځمکه کې دوی ته حکومت او واک ورکړ، نو دوی لمونځونه کوي، زکات اداء کوي، په نيکۍ امر کوي او له بدو څخه منع کوي او د ټولو کارونو انجام له الله تعالی سره ده.
له دې آيت څخه دا واضحه شوه، چې له حکومت څخه اصلي موخه ديانت او عبادت دی؛ سیاست او حکومتولي د دين دبرپاکولو لپاره يوه وسيله ده.
خلاصه دا چې نه د سيکولريزم نظریه صحيح ده چې په سیاست او حکومت کې دين هيڅ ځای نه لري او نه دا فکر صحيح دی چې د دین اصلي موخه سیاست او حکومت دی؛ بلکي د دين اصلي موخه له الله تعالی سره د بنده تعلق(عبادات او طاعات)دي؛ نور سیاست او حکومت د عباداتو د قائمولو يوه وسیله ده نو ځکه په اسلام کې هغه سیاست مطلوب دی چې د عباداتو ارتقا او قيام په راځي او که له سیاست څخه دا شی مقصد نه و؛ هغه غير اسلامي سیاست دی.
د ايمان قوت هم په اعداد کې داخل دی:
په تېرو قرونو کې مسلمانان د تجهيزاتو له کمي سره په دښمنانو غالبه وو؛ ځکه هغوی په روحاني قوت مجهز وو. لکه څنګه چې د دښمن په وړاندې د پوځي قوت او تياري ضرورت شته؛ دا شان په دښمنانو د برلاسي لپاره د ايمان قوت او روحاني خوځښت ته هم اړتيا شته او د ايمان قوت د شريعت په پوره پابندۍ کې نغښتی دی.
کفارو هم دا حقيقت درک کړی دی، چې په مسلمانانو د برلاسي غوره لاره له مسلمانانو څخه د روحاني قوت سلبول دي؛ ځکه تر څو چې دوی په روحاني قوت مجهز وي او له الله تعالی سره يې رابطه غښتلې وي؛ بيا مسلمانان ددې جوګه دي چې د اسبابو له کمي سره په اسماني مدد مبارزه وکړي.
بلعم بن باعورا د موسی علیه السلام مخالفينو ته وويل: که غواړئ چې په مسلمانانو مو سلطه راشي؛ نو د جګړې په صف کې دننه ښايسته نجونې ځای کړئ، تر څو يې په ليدو مسلمانان د نفسي خواهش تابع او له الهي رحمته بې برخې شي، چې بيا دا پلان عملي او منتج شو. صليبيانو هم څو ځله له مسلمانانو څخه د روحاني قوت د سلبولو لپاره په اسلامي لښکرو کې دننه په مختلفو بهانو ښايسته نجونې داخلي کړي دي او په دې پلانونو سره يې د پيړيو پيړيو مستحکم نظامونه راپرځولي دي. لکه دعثماني خلافت سقوط يې ښه بیلګه ده. نن هم زموږ دښمن په کرار نه دی ناست بلکې غواړي چې دنظام خلګ په ګناه او فحاشي کې ښکېل کړي او معنوي قوت يې له منځه یوړل شي.
اسلامي پوځ دې دا فکر نه کوي، چې نړیوال کفري پوځونه او نظامونه له ډېره وخته په پښو ولاړ او د لا پرمختګ په لور هم روان دي نو مسلمانان به ولي د عادي ګناه له امله له اقتدار څخه بې برخې کيږي؟! ځکه کافر د څپلۍ په شان دی او مسلمان د خولۍ په شان دی، که په څپلۍ باندې هر څومره نجاست نښتی وي، هیڅ څوک يې باک نه لري، خو که په خولۍ لږ نجاست نښتی وي، څوک يې تاب نه لري، همداسې کفري پوځونه خو د الله تعالی باغيان دي په دنیا کې که يې کم راحت په برخه ده، مګر د آخرت له ابدي راحت څخه بې برخې دي ځکه نو له کفر سره بيا هم الله تعالی په ځمکه کې څه مهلت او اقتدار ورکوي او مسلمان ته په لږ ګناه سره هم الله تعالی دنیوي عذاب ورکوي؛ ځکه په برخه يې بيا ابدي راحت ده؛ نو مسلمان پوځ د الله تعالی په نافرمانۍ سره په دنيا کې معذب ګرځي او د عذاب يوه بيلګه بیرته د نظام او حکومت له لاسه وتل دي.په مکه مکرمه کې په مؤمنانو جهاد نه شو فرض او په مدينه منوره کې پرې فرض شو؛ علماء يې دا وجه ښيي: په مکه مکرمه کې مسلمانان د کفارو تر سختو اذيتونو لاندې وو؛ نو که جهاد فرض شوی وای بيا به جهاد او مبارزې د شخصي تضاد او غچ اخيستنې اړخ نيولی و؛ نو بيابه مسلمانان د الهي نصرت مستحقين نه وو خو په مدينه منوره کې د مسلمانانو ايمان زيات قوي شو، هر قول او فعل يې د الله تعالی لپاره و، په يوه پيښه کې حضرت علي کرم الله وجهه يو کافر ځمکې ته کړ او په سینه يې ورکېناست، کافر د حضرت علي رض په مخ لاړې ور تو کړې، علي رض فوراً ترې ولاړ شو.
کافر وويل: ولې دې پريښودم؟
ده وویل: مخکې مې دښمنې درسره د الله تعالی لپاره وه، خو اوس چې مې فکر وکړ، ماويل داسې نه چې دا دښمني شخصي او غچ اخيستنه وګرځي. نو په مدينه منوره کې مسلمانان ښه ددې جوګه شول، چې اوس نو الهي نصرت نازل شي او په خلکو حکومت وکړي، هغه و، چې په غزاوو کې به ملائيکو هم برخه اخيسته.
په دې اساس دولتي منسوبينو ته په کار ده چې پوځ د ظاهري اعداد ترڅنګ په باطني اعداد هم وروزي، نيتونه يې جوړ کړي، اعمالو ته یې متوجه شي، اصلاحي پروګرامونه ورته جوړ کړي، دديني کتابونو دلوست او مطالعې زمینه ورته برابره کړي، دصفونو تصفيه وکړي او دنظام وګړي خپلو ایماني او ملې دندو ته متوجه کړي.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *