افغانستان

د پډولې سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو

د پډولې سړک د پاتې برخو قیر کولو چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.
باختر آژانس ته د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند دوو برخو کې د پډولې سړک د پاتې برخو قیر کولو چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوی دی.
ویل شوي چې د یادسړک په دوه برخو کې دوه استملاک شوي کورونه پر ځای پاتې وو چې له امله یې د یاد سړک په لومړۍ برخه کې، د ۹۱ او په دویمه برخه کې یې د ۱۳۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور، له قیر کولو پاتې وو چې اوس یې چارې په اساسي ډول بشپړې شوې.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *