تاریخ او جغرافیهلیکنې

د پښتو ادب نن او پرون دوهمه برخه

اشرف مفتون
۳- د شاعرانو او ادیبانو اېډیال:
د پښتو د پخوانیو او اوسنیو ادبیاتو یو بل توپیر د شاعرانو او ادیبانو د اېډیال له اړخه هم په ګوته کېدای شي. د پخواني شاعر او ادیب اېډیال تر ډېره په ماضي کې و، د هغه مهال په ټولنه کې دا یو ارزښت و چې اولاد باید هغه څه وکړي چې پلار او نیکه یې کړي، ښه اولاد هغه و چې د پلار او نیکه دود، کړه وړه او د ژوند تګلاره به یې پالله.
رحمان بابا وایي:
خدایه څه شول هغه ښکلی ښکلی خلک
په ظاهر په باطن سپین سپېڅلی خلک
خو کاروان صاحب چې د اوسني عصر شاعر دی، خپل اېډیال په راتلونکې زمانه کې ګوري او وایي:
وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري
۴- له حیواناتو سره د انسان تشبيه کول:
د پښتو په پخواني ادب کې له حیواناتو سره د انسانانو تشبېه کول ډېر لیدل کېږي. مثلاً د ځان د سپي ګڼلو خبره ممکن د هر شاعر په ديوان کې ومومو خو اوس داسې نه ده. یعنې په تېرو وختونو کې انسان له حيوانانو سره تشبيه کول او د انسان په مورد کې د ځناورو مثال راوړل، عادي خبره وه.
نواب محبت خان وایي:
زه بړېڅی کوټه خېل یم په نسب کې
د رسول د دروازې چې کوټه سپی یم
یا هم لکه نواب محبت خان هوښيار بنيادم د عراقي( اس) غوندې بولي:
چې نېک‌ذات وي کار په رمز و اشارت کا
عراقي ته څه حاجت دى د چابکو
یا:
که د خلقو و نظر ته آدمي دی
خوار عاشق د معشوقې د کوڅې سپی دی
(رحمان بابا)
هر چې ځان د يار په سپيو کې داخل کا
ترو هاله به ورته وايم، چې سړى دى
يا:
که عاشق تر معشوقې پورې يو سپى دى
خداى د هجر په توره مه وژنه يو سپى
اوس عطا د ادميت راباندې وشوه
چې رحمان د هغه يار د کوڅې سپى شوم
ستا په در کې ستا له سپو سره اشنا شوم
هم ستا عشق مې ستا په در کې رهنمون شو
(رحمان بابا)
زه په دا سبب د شاه د سپيو مل شوم
ګوندې ما له خپلو سپيو سره تو کا
(خوشحال خان خټک)
۵- د ژویو یادونه او د طبیعت انځورونه:
د پښتو د پخواني او اوسني ادب بل توپیر د شاعرانو په کلام کې د طبیعت د انځورونې او د ژویو له یادونې څخه څرګندېږي، په کومه بڼه چې اوسنی شاعر د خپل طبیعت انځورونه کوي، په پخواني ادب کې یې د بېلګو موندل ستونزمن دي.
په اوسنۍ شاعرۍ کې سپوږمۍ، ستوري، ځنګل، رودونه، غرونه، دښتې او د طبیعت نور اجزاء داسې دقیق او ژوندي انځور شوي چې لوستونکی له ځان سره هماغه ځای ته راکاږي؛ خو په پخواني ادب کې د طبیعت د دې اجزاوو داسې دقیقه او ژوندۍ یادونه نادره ښکاري. دا راز د ژویو د یادونې په برخه کې د پخواني او اوسني ادب په برخه کې توپیر لیدل کېږي، پخوانیو ژوي تر ډېره د انسانانو د خوی او عادتونو د انځورولو په موخه د تشبېه په توګه یاد کړي دي؛ خو په اوسني ادب کې ژوي خپله د ژویو لپاره یاد شوي یعنې ژویو ته په خپله د دوی لپاره هم توجه شوې ده.
خوشحال بابا وایي:
که یې سر په لکۍ اړوې هغه دی
په هېڅ رنګه به بل نه شي خرمګس
خو استاد پسرلی وایي:
د غرونو غېږ کې، د سین په غاړه
وه زړه ګوره ونه ولاړه
وې یې افسوس چې، زړه مې نژدې کړ
هرې څپې ته، راڅخه لاړه
یا که د غني خان په دې کلام کې د طبیعت انځورونه وګورو:
خوب وينم عالمه که يې څوک راکي مانه
پروت يم سر مې اېښى د خپل يار په زنګانه
سر په بالښت اېښى تش کالبوت په واشنګټن کې و
روح مې په مزه مزه روان په خپل وطن کې و
واورې د سپين غرۀ وې چې په ټنډه سر مې ويلې
خاورې د وطن وې چې په سر مې بادولې
مړې اوښکې روانې وې په مخ دانه دانه
خوب وينم عالمه که يې څوک راکې مانه
ډنډ د شمالي ته شوم انګور مېزان وهلي
تاک شينکي زېړ چکي، شو تالان پرخو پرېولي
کوز تګاو ته لاړم د اغوزو لويې ونې
پاس وختم غره ته د څېړيو پاڼې پلنې
خلک وو، بازار و، شور ماشور و، تلۀ راتلۀ وو
مېږې وې، شپانۀ وو، هاى و هوى و، سرۀ او شنۀ وو
نه د وير وه نخښه نه د غم وه نښانه
خوب وينم عالمه که يې څوک راکي مانه
۶- تشبېهات، ترکیبونه او سېمبولونه: په پخواني ادب کې تشبېهات، ترکیبونه او سېمبولونه تر ډېره تکراري او ثابت وو، د هر شاعر لپاره سترګې نرګس، مخ سپوږمۍ، وروځې کمان، باڼه غشي، ملا د وېښته غوندې نرۍ او زلفې ماران وو؛ خو د اوسنۍ پرمختللې او ماډرنې نړۍ ژوند د اوسني او پخواني ادب په ترکیبونو، کلمو، تشبېهاتو او انځورونو کې د پام وړ توپیر راوستی دی.
کامګار خان خټک وایي:
لعل دې شونډې، غاښ مرغلرې
خوله دې غنچه ده، قند دې خبرې
کامګار ګدای شو دا ستا په در کې
چېرې یې نه کا رقیبان لرې
(ناګار ۱۳۹۵ل: ۵۳)
یا:
تورې زلفې، شنه خالونه، سره رخسار
شنه توتیان دي، سره ګلونه، تور ښامار
(ناګار ۱۳۹۵ل: ۵۵)
یا:
د حنان صحت په دم په افسون نه شي
په زړه وخوړ د اشنا د زلفو مار نن
یا:
تل د وریځو په لینده د بڼو غشي
تا په ما باندې راښکلي دي که نه
چې مدام یې زما زړه له غمه وچاود
تورې زلفې دې پېچلې دي که نه
(ناګار ۱۳۹۵ل: ۷۱)
د پښتو په اوسني ادب کې د شاعرۍ دا توکي د پخوا په پرتله متفاوت، ښه او ژوندي ښکاري:
تورو سترګو ته دې غلي، غلي ګورم
غرنی یمه ګورګورې مې خوراک دي
(کاروان)
(درمل ۱۴۰۱ل: ۶۳).
یا:
خیر دی که مې ویلې شي تن واړه لکه شمه
بل ته مې دې ټیټه نه شي غاړه لکه شمه
ښکلیو ته اظهار د مینې زړه اوبه کول دي
ګرانه ده ښکلا ته د عشق ژباړه لکه شمه
مینه کې چې وکړي څوک اودس په خپلو اوښکو
مونځ یې ادا کېږي په ولاړه لکه شمه
یو محفل مې هم که نکړ روڼ په واړه ژوند کې
ځانته روڼوم د قبر غاړه لکه شمه
اوس چې مې د خپلو جلوو خوا کې لېدای نه‌شې
بیا مې د تیارو په زړه کې غواړه لکه شمه
زه دې سره لمبه شم که یې ستا خونه روڼه کړه
خول به کوږ په سر وړمه له ویاړه لکه شمه
نورو به دې ښایي تماشا کړې د ناز وي
زه او زړه مې اور اوبه شوو دواړه لکه شمه
هغه چې بې مهرو ته په سر نیسي پسرلیه اور
تل، تل به په خپل مخ توکي ناړه لکه شمه
استاد پسرلی
(درمل ۱۴۰۱ل: ۶۴-۶۵).
یا:
روح د زردشت یې د لېمو په اور کې و موسېږي
چې یې ګرېوان لکه کتاب د اوستا پرانېزم
(سالک)
د پښتو د پخواني او اوسني ادب فورم
څرنګه چې د پښتو پخوانی او اوسنی ادب د محتوا له اړخه توپیر لري، داسې د فورم له اړخه هم له یو بله توپیر لري. په دې برخه کې هم لاندې څو موارد د پام وړ دي:
لومړی: په پخواني ادب کې د شعري قالبونو پر ثابت حالت باندې ټینګار کېږي؛ خو په اوسني شعر کې د قالبونو پر ثابت حالت باندې دغسې ټینګار نشته. د بېلګې په توګه غزل یادولی شو، په اوسنۍ شاعرۍ کې موږ د ځینو شاعرانو بې مطلع او بې مقطع غزلې هم موندلای شو؛ خو په پخوانۍ شاعرۍ کې بې مطلع او بې مقطع غزلونه نه ویل کېدل.
لکه د صدیق الله بدر لاندې غزل چې مطلع نه لري:
د انکار دې اثر څه راځنې پوښتې
یخ موسم کې د چینې تودې اوبه وي
له هېندارې کوڅې ستا سره مې شته څه
زه خو راشم رانه هېره حافظه وي
انتظار مې تر لاس داسې دی نیولی
ګوندې راشې ګوندې اوس هغه شېبه وي
چې مې اوښکې وي ډېوې ستا د یادونو
له تیارو نه وېره تل دې راسره وي
تا وې تا سره مې مینه بدره نشته
ما لیدلي ډېر خوبونه سرچپه وي
(صدیق الله بدر)
یا:
ته یې د ښکلي مخ رڼا ته په محراب کې ناست یې
زه یې د ښکلي مخ رڼا په میکده کې وینم
زاهد بیا لار غلطه کړې ده که څه شوي دي
ساقي حیران یم نن خو دا په میکده کې وینم
تا چې په شونډو باندې ښکل کړمه او وبوږنېدې
دغه تصویر به دې زه بیا په میکده کې وینم
ای ساقي نن مې د لېمو په جام کې ولمبوه
دا تا چې وینمه دنیا په میکده کې وینم
جلاله خیر خو دی شاید چې مین شوی یې بیا
دا څه موده کېږي چې تا په میکده کې وینم
جلال خپلواک
دویم: د پښتو په اوسني ادب کې له یوې خوا ځینې نوي کالبونه رامنځته شوي او له بلې خوا د پخواني ادب ځینې مروج شعري قالبونه له منځته تللي دي. آزاد شعر، هایکو، سپین شعر هغه کالبونه دي چې د پښتو په اوسنیو ادبیاتو کې رواج شوي او ډېری شاعران په دغو کالبونو کې خپل شعرونه وایي. له بله اړخه مخمس، مسدس، ترکیب‌بند، ترجیع بند، معشر… هغه شعري کالبونه دي چې اوس ډېر نه کارول کېږي.
د هایکو بېلګې:
د کایناتو د تخلیق مالکه!
د کربلا تندې اخیستي یو مونږ
یو د رحمت باران خو، وه‌ووروه
یا:
راته یې ست د سرکو شونډو وکړو
ما به ترې څه رنګې انکار کولو
زه څه یوسف علیه السلام خو نه وم
یا:
زما کتاب به اخر څنګه چاپ شي
نور خو لا پرېږده زما پلار هم وایي
دا شاعري د اوزګارخېلو کار دی
نجیب عامر
د ازاد شعر بېلګې:
ها خوا دې خوا
غځېدلي هسک دنګ غرونه
ښکلوي د اسمان شونډې
په سر ولې پکې سپینې سپینې واورې
پټ په زړو کې یې لعلونه
شنې تالۍ شنې یې لمنې وي د سرو غاټولو ډکې
مجروح
یا:
ما ولیدله سپینه
خوځېدله
د اسمان په اننګو کې
چا ویل د ورېځو مور ده
اوس به وژاړي په کوکو
نه پېغله وه د لمر تر سیوري لاندې
چې اورښت یې خرڅولو
(فاروق فردا)
درېیم: د پښتو په اوسني ادب کې ځینې ادبي صنعتونه، چې پخوانیو شاعرانو ډېره توجه ورته کوله، له منځته تللي، لکه: سوال او ځواب، بې ټکیو صنعت، فوق النقاط، تحت النقاط، منقوط (ټکی لرونکی)، رقطاء، خیفا، موصل، طرد او عکس… دا راز ځینې نوي ادبي صنعتونه (پاراډوکس، تمثیل، حس‌امېزي) رامنځته شوي او د اوسنیو شاعرانو په شعرونه کې لیدل کېږي.
د پاراډوکس بېلګه:
ستا د ښایست د لمبو سیوري ته لږ خوب کومه
ستا دې په خپل حُسن قسم وي، جانه وېښ مې نه‌کړې
رحمت شاه سایل
دا به څوک وي، چې غوغا به د سکوت نه اوري
که مې په خوله ورته وینا نه راځي، نه دې راځي
استاد پسرلی
پاراډوکس معاصره ادبي اصطلاح ده، په دې مانا چې په یوه پدیده کې د هغې پدیدې ضد ځانګړنې را پیدا کړو. د استاد پسرلي په پورته بیت کې غوغا او سکوت یو بل نفې کړي نه دي، بلکې د یو بل مانا یې تقویه کړې ده، یا هم د سایل صاحب په بیت کې د لمبې او سیوري ترمنځ ضد نشته، بلکې لمبې او سیوري داسې سره یو ځای شوي چې درېیمه نوې مانا یې رامنځته کړې او هغه مانا له لمبې څخه د سیوري د کیفیت پیدا کول دي (درمل ۱۴۰۱ل: ۱۴۵-۱۴۶).
د حس‌آمېزۍ بېلګه:
ښکل به کړمه ستا اواز که ومې لید
دومره په ما ښه دی لګېدلی
یا:
خدایه! چې دا سترګې مو خوږې په ښکلیو ولې شي
ښایي له ازله به د ښکلو پېژندونکي یو
حس‌آمېزي په دې مانا چې موږ د یو څه یا یوې پدیدې د درک یا بیان لپاره د خپل یوه حس پر ځای بل حس وکاروو. لکه د کاروان صاحب په پورته بیت کې د اواز لیدل او بیا یې ښکلول راغلي، دلته د سترګو او شونډو په وسیله د هغه کار کول دي، حال دا چې د اواز حس په غوږونو پورې اړه لري؛ خو دلته شاعر د یوه ځانګړي اواز په اړه خبرې کوي او له دې اواز سره دی قوي عاطفي اړیکه لري. دا چې دی د عاطفي اړیکې له امله هغه کیف چې دی غواړي، په غوږونو نشي اخیستلای، نو د لامسې او باصرې له حواسو مرسته غواړي.
(درمل ۱۴۰۱ل: ۱۳۷- ۱۴۲)

ضیاءالاسلام شېراني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *