
د پښتو ادب نن او پرون
ادب او ټولنه یو له بله نه جلا کېدونکې برخې دي، د هرې ټولنې ادبیات د هغې ټولنې د فرهنګ، ملي او دیني ارزښتونو، ټولنیز ژوند او چاپېریال بیانوونکي وي. د هرې ټولنې ادبیات د هماغه ټولنې د حاکمو سیاسي، ټولنیزې، کلتوري او مذهبي شرایطو تر اغېزو لاندې وي؛ کله چې د ټولنې په یادو برخو کې کوم بدلون راځي دا بدلون په ادبیاتو کې هم څرګندېږي. له همدې امله د هرې ټولنې او ژبې ادبیات د تاریخ په بهير کې تحول کوي او د همدې تحول پر اساس پر مختلفو دورو وېشل کېږي.
د پښتنو د پخواني او اوسني تمدن د وسایلو د فرق پر اساس پښتو ادب هم له پیله تر دې دمه بېلابېل پړاوونه وهلي دي، موږ پښتو ادبیات پر لرغونو، منځنیو او معاصرو ادبیاتو وېشو. د دې درو دورو ادبیات له یو بل سره د بڼې او محتوا له پلوه توپیر لري. په دې لیکنه کې د محتوا او فورم له اړخه د پښتو د اوسني او پخواني ادب ترمنځ پر ځینو توپیرونو بحث شوی دی.
د پښتو د پخواني او اوسني ادب محتوا:
په لوېدیځ کې د ماډرنېزم له امله له یوې خوا د نورو برخو په شان په ادب کې هم د هر څه محور انسان شو، یعنې دوی هڅه وکړه چې د انسانانو د برابرۍ د فکر د عامېدلو لپاره یو جهان شموله تمدن رامنځته کړي، له بلې خوا دوی هڅه وکړه چې پر طبیعت باندې انسان غالب کړي. همدا د انسانانو د برابرۍ فکر او پر طبیعت د انسان د غلبې هڅې، هغه دوه موارد دي چې د پخواني او اوسني ادب ترمنځ پوله راکاږي او موږ کولای شو چې د همدې دوو مواردو په پام کې نیولو سره د پښتو د پخواني او اوسني ادب توپیرونه بیان کړو.
د پښتو ادب څېړونکو او مورخينو د دې ژبې د معاصر ادب پيل افغاني خاورې ته دشلمې پيړۍ په لومړيو دوو لسيزو کې داروپايي تمدن د اغېزو له رارسېدو سره همماله بللى دى. موږ د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې په مقابل کې لرغونې او منځنۍ دورې د پښتو پخواني ادبیات بولو.
پښتو پخواني ادبیات د محتوا له اړخه له اوسنیو ادبیاتو سره په مختلفو برخو کې توپیرونه لري، په پخواني ادب کې د انسانانو ترمنځ جنسیتي، قومي، نژادي… تبعیضونه له ورایه ښکاري، په پخواني ادب کې تر ډېره مذهب او دین د شعر او ادب په محور کې وو، په پخواني ادب کې له حیواناتو او ځناورو سره د انسان تشبيه کول یوه عادي خبره وه، په پخواني ادب کې انسان په دې نړۍ کې د بهترۍ هیله نه درلوده، د ډېرو مسایلو په اړه به یې صبر و قناعت کاوه، د عزت او رښتیني صبر په موخه یې د خپل نفس ځپل اړین ګڼل او دې ته ورته ګڼ نور موارد وو چې د پښتو د پخواني ادب محتوا یې د اوسني ادب له محتوا څخه بېله کړې وه.
۱- تبعیض:
په پخوانیو تمدنونو کې د انسانانو ترمنځ د برابرۍ تصور نه و. د قوم، جنس، طبقې، وینې او عقیدې بېلوالی هغه مهم لاملونه وو چې د انسانانو ترمنځ یې د برابرۍ تصور له منځه وړی و. په فکري لحاظ د پښتو پخوانی ادب هم د زاړه تمدن پیداوار دی، له همدې امله د پښتو په پخواني ادب کې هم د انسانانو ترمنځ د تبعیض ډېرې بېلګې موندلای شو.
د ښځو اړوند تصورات: د پښتنو په قبایلي ټولنو کې د ښځې په پرتله نارینه ته هم په پخوا ډېر او ارزښت ورکول کېده او هم اوس ورکول کېږي، پښتنو د خپلو قبیلو د دفاع، جګړو او د کورنۍ د کفالت لپاره نارینه طبقې ته ډېر ارزښت ورکاوه، له همدې امله د پښتو په پخواني ادب کې دغه ټولنیز خصوصیت پالل شوی دی.
د پښتو په پخواني ادب کې د ځینو لویو شاعرانو په شعرونو کې ښځې او نر ته برابر مقام نه دی ورکړل شوی، رحمان بابا چې د پښتو لوی اخلاقي شاعر دی، نارينه تر ښځې ښه ګڼي او ښځې ته له نارينه سره برابر مقام نه ورکوي. د رحمان بابا په لاندې بیتونو کې زوی تر لور او تربور تر ترلې ښه ګڼل شوي دي(غضنفر ۱۳۹۶ل).
که سل ځله زوی غوره وي تر لوڼو
صدقه شه ناقابل زویه تر لوره
چې په ننګ او په ناموس تر لوڼو کم وي
خدای دې مور کاندې په هسې زویو بوره
ننګیالي تربرونه ښه دي او که نه وي
ننګیالۍ ترله هم ښه ده تر تربوره
رحمان بابا
د پښتو د کلاسیک ادب بل ستر شاعر خوشحال خان خټک هم په خپله شاعرۍ کې جنسیتي تعصب پاللی دی، د ده په ځینو بیتونو کې ښځې کمذاتې، کمعقلې او ناسمې بلل شوې دي (ښکلی ۱۳۹۹ل: ۱۴۵).
ښځې په اصل کې کږې ناسمې دي
په عقل کمې، په دین هم کمې دي
شومت یې اور دی، چې چېرته لګي
په دم پېریه، په دم آدمې دي
خوشحال بابا
ښځې له ځایه په عقل کمې دي
سمې به نه شي، پیدا ناسمې دي
وفا ترې مه غواړه، په یارۍ یې مه ویاړه
که دې محرمې، که نامحرمې دي
خوشحال بابا
فتنې د ښځو هر ګوره ډېرې دي
په شیطانیه تر شیطانه تېرې دي
لکه لټکه هسې ټګي لري
زهر په خوا کې، ښکلې برسېرې دي
خوشحال بابا
د ښځو په اړه د خوشحال خان خټک دا تصور موږ ته د هغه مهال د خلکو او ټولنې باورونه راښیي، دا هغه ټولنې دي چې ښځه په کې دوهمه درجه انسان ګڼل کېده. خوشحال بابا یو ریالست شاعر و، د خپلې ټولنې ډېر واقعیتونه یې په زغرده بیان کړي دي، که نه وفا او بېوفایي، پاکي او ناپاکي، رښتنیولي او ټګي… هغه صفتونه دي چې په نارینه او ښځینه دواړو پورې تړاو لري؛ خو دا چې خوشحال خان د یوې نرواکې ټولنې شاعر و، ټول منفي صفتونه یې یوازې په ښځه پورې تړل شوي دي (ښکلی ۱۳۹۹ل: ۱۴۵).
که څه هم د ښځو په اړه لا هم پخوانی تصور په مطلقه توګه نه دی ختم شوی او لا هم په پښتني ټولنه کې نرواکي چلېږي، خو دا چې په اوسنۍ زمانه کې طبقاتي تبعیض ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، شاعران هم یې ښځې ناپاکې، بېوفا، دروغجنې او مکارې نه بولي، بلکې ښځې ته د یوه مظلوم انسان په سترګه کتل کېږي، ښځه یوه بېوسه؛ خو د قوي عاطفې او رښتیني مینې لرونکی مخلوق ګڼي.
کاروان صاحب وایي:
ایمان به ورته وایې پرښته به ورته وایې
منم چې دی انسان، خو پرښته به ورته وایې
راغلې له فردوسه لکه ښکلې بلبلکه
موزونه د لاهوت خوږه نغمه به ورته وایې
مولا پټه ساتلې په صدف د تقدس کې
آبداره مرغلره رنګینه به ورته وایي
پرځمکه راته ښکاري د طوبی د ونې څانګه
ښکلا ده مینه مینه معجزه به ورته وایې
په سترګو کې یې اوښکې د رڼا د پیغمبر دي
د شاتو د مچیو ملکه به ورته وایي
چې تورې جامې واغوندي په غم او په ماتم کې
نو ځلنده د ستوریو ډکه شپه به ورته وایي
نظر په اوښکو مینځه په بڼو سترګې جارو کړه
کاروانه چې ورګورې کلیمه به ورته وایي
یا:
لمر په سپوږمۍ مین شو
لمر له سپوږمۍ سره مستي وکړله
او په مستۍ کې یې د سپینې سپوږمۍ
د سپینې غاړې امیل وشلولو
او مرغلرې یې اسمان باندې خورې ورې شوې
چې اوس یې واړه خلک ستوري بولي
لمر اوس د خپلې مستۍ سزا په خپله ګالي
لمر هر سهار خپله رڼه لمن کې
له لر او بر نه یې راټولې کړي په دې هیله چې
شپه یې سپوږمۍ سره یو ځای وپېیي
مګر جانانه ماښام نه پېژني
ماښام ظالم دی ماښام ظلم وکړي
ماښام د شپې په لمسون
د لمر لمن له لاسه وښویوي
او مرغلرې ټولې تیت په تیت شي
او مرغلرې ټولې تیت په تیت شي
نذیر احمد نذیر
(ښکلی ۱۳۹۹ل: ۱۶۶-۱۶۷)
یا:
ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې
د دې وطن د غریبۍ نخښې دي
رحمت شاه سایل
قومي او قبیلوي تبعیض: د پښتو په پخواني ادب کې د قبایلي فکر رنګ ډېر تېز ښکاري، ځکه موږ د اوس په پرتله پخوا ډېر قبایلي وو. زموږ د شاعرانو د تعالۍ یا بل شاعر ته د ځواب ورکولو په وخت کې د قبیلې او قوم د نوم له اخیستلو سره ډېره جوړه وه، په پخوانیو باورونو کې ښه او لوی انسان هغه و چې له یوې ښې قبیلې څخه به و، پلار او نیکه به یې خانان او ملکان تېر شوي وو، ده به د خپلې قبیلې په خاطر ځان تر نورو لوړ او ښه ګاڼه؛ خو د پښتو په اوسني ادب کې د قبایلي احساس رنګ د ویني او قوم د تبعیض پر اساس نه تر سترګو کېږي او لامل یې هم ښایي دا وي چې په موږ کې قبایلي احساس، فکر او خویونه کم شوي دي (غضنفر ۱۳۹۶ل).
رحمان بابا وایي:
خوشالا او دولتا مې غلامان دي
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیر یم
یا:
یو خوشحال یو کم سل خټکه نور په طبیعت کې
ځار شه د رحمان سړبني له یوه فرده
خوشحال خان خټک د رحمان بابا په ځواب کې وایي:
سل سړبني دې تر دا یوه غزل ځارېږه
نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشحال ویلې
یا:
په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ
د میرزا دیوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزاني خوېشکی زمند کړ
دروېزه مې له مخزنه سره ونغړد
پیر روښان مې یاوهګوی سره مانند کړ
چا زما مړوند ټینګ نه کړ په دا کار کې
ما د هر سړي نه خلاص په زور مړوند کړ
(خوشحال بابا)
۲- اخلاقي مفکورې:
پخوا چې انسان پر طبیعت نه و غالب او د ننني انسان په شان یې عصري ژوند نه درلود، نو د خپل ژوند د ښه والي او پرمختګ هیلې یې هم نه درلودې، د خپل نفس غوښتنې او هیلې یې ځپلې، پخواني انسان نړۍ ولاړه او د ژوند مسیر یې مخ پر ځوړ باله، له همدې امله یې د هر طبیعی وضعیت پر وړاندې صبر او قناعت ښه ګاڼه، د خپل ژوند هر ښه او بد حالت یې په خپل نصیب پورې تاړه، یعنې د پخواني انسان د اخلاقو غوښتنه دا وه چې خپل نصیب ته تسلیم شي، صبر ولري؛ خو د اوسني ماډرن او پرمختللي عصر انسان ډېر ځله داسې خپل برخلیک په نصیب پورې نه تړي، بلکې تر ډېره حده د خپل ځان اړوند هر څه د چاپېریال او ټولنیزو شرایطو پیداوار ګڼي او هڅه کوي چې له چاپیریال نه د خپل ځان په ګټه کار واخلي. (غضنفر ۱۳۹۶ل)
همدارنګه په پخواني ادب کې د فرد پر ځای قوم، قبیله، ټولنه او کورنۍ مهمه وه، د دې هر څه د ساتنې او ژغورنې لپاره به افرادو قرباني ورکوله، دا قرباني تر ډېره ښځو ورکوله. د دې لپاره چې یو فرد د خپلې قبیلې او کورنۍ لپاره قرباني ورکړي نو تل به په فرد باندې تلقین کېده چې صبر ولري، د ژوند سختې وزغمي؛ خو په اوسني ادب کې چې شاعر څه وایي هغه تر ډېره د قوم او قبیلې پولو بهر ښکاري، اوسنی شاعر د خپلې ټولنې د افرادو لپاره د هغوی د فردي او بشري حقونو د ترلاسه کولو په موخه مبارزه کوي، د اوسني ادب د ماشومانو او ښځو له حقونو، د زده کړو له ترویج، د بیان او فکر له ازادۍ او د وطن له ابادۍ جوړه ده.
صبر ونیسه په مخ کښې که مراد غواړې
هېچا کړی دغه کار په شتاب نه دی
رحمان سوال د بوسې کړی دی له یاره
لایې هېڅ ځینې موندلی ځواب نه دی
(رحمان بابا)
یا:
هر ژوندی چې د مرده په قبر ورشي
بس دی هومره نصیحت په دا دنیا
په روانو اوبو ورشه عمر ګوره
ډېر دی هومره اشارت په دا دنیا
(رحمان بابا)
یا:
په دنیا به مینه نه کاندي هېچېرې
چې خبر وي په اسرار د دې دنیا
(رحمان بابا)
یا:
د طفلانو په څېر واړه خاکبازي کړي
هر چې کاندي کار و بار د دې دنیا
(رحمان بابا)
خو د اوسني عصر شاعر وایي:
زه که څه بد لرم زما خو نه دي
راته ولس راته ماحول راکړي
او که فطرت کې مې څه ښه پراته دي
چرته ګلاب چرته غاټول راکړي
چې تاسو قهر او غضب راولئ
زما سندرو کې کافور خپاره شي
چې امن راولئ خوشحاله شمه
په خوله مې ټکي لکه نور خپاره شي…
زه خو هم هغه څه پر تاسو وېشم
چې یې تحفه چې یې ډالۍ کړئ راته
په هاغو پېغلو باندې شعر لیکمه
چې یې پخپله ملالۍ کړئ راته
(شاه سعود)
یا:
قحط ته، وبا ته زلزلې ته چې پام شي
عقل مې باغي شي فلسفه مې عقیده شي
نور بیا…
ضیاءالاسلام شېراني / لومړی برخه