افغانستاناقتصاد او رغونه

د پکتيا ترانسپورټ رياست نږدې ۱۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د پکتيا د ترانسپورټ ریاست مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۱ کال له پيل څخه تر دې مهاله يې ۱۵ ميليونه ۸۸۵ زره ۴۵۸ افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله په کې څو برابره زياتوالی راغلی دی. د دغه ولایت د ترانسپورټ رئيس مولوي عرفان الله عرفان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال سره په ځانګړې مرکې کې وویل، چې په تېر ۱۴۰۰ کال کې يې ۲ ميليونه ۱۶۵ زره افغاني عوايد درلودل، چې د سږ کال په عوايدو کې څه باندې ۱۳ ميليونه افغانۍ زياتوالی راغلی دی. مولوي عرفان زیاته کړه، چې دغه عوايد يې د ترانسپورټي اډو، مسافر وړونکو وسايطو او د رونډ نوبت د تنظيم محصول له درکه په شفاف ډول راټول کړي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *