افغانستان

د پکتیکا ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو چارې روانې دي

د پکتیکا ولایت د ګیان زلزله ځپلې ولسوالۍ کې د کورونو جوړولو چارې په منظم ډول روانې دي، چې کارونه به یې په لنډ وخت کي بشپړ شي.

د پکتیکا ولایت د ګیان زلزله ځپلې ولسوالۍ کې د کورونو جوړولو چارې په منظم ډول روانې دي، چې کارونه به یې په لنډ وخت کي بشپړ شي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست رئیس مولوي مطیع الله منصور وويل،په ګیان ولسوالۍ کي د بېلابیلو مؤسساتو له لورې د کورونو جوړولو سربیره څاه ګانې، تشنابونه، دینې مدرسي او د مسجد کارونه اتیا فیصده شوې او پاته کارونه به یې په لنډ وخت کي بشپړ شي.

مولوي منصور وویل، د IOM مؤسسي له لورې ۱۸۴۵ کورونه، د سویډن ۵۰ ، د بشري پېښو ۱۰ کونډو ته یو مسجد او یوه دیني مدرسه، د اغا خان خیریه بنسټ له لورې ۵ د څاه ګانو کېندل، آویک ۳۴۵ کورونو ترمیم، اکټېډ ۴۹ تشنابونه، یونېسیف ۷۵۰ تشنابونه او کریډیټ مؤسسو له لوري کارونه روان دي، چې اتیا فیصده بشپړ او پاته نور کارونه به یې په لنډ وخت کې تکمیل شي.

د یادونې وړ ده، په ګیان او برمل ولسوالۍ کې د مؤسساتو له لورې کارونه په چټکۍ سره روان دي، چې په برمل ولسوالۍ کي یې د کورونو کارونه ۹۵ فیصده بشپړ شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *