مقالی اوتبصرې

د ځانګړي استازي له ټاکنې سره د اسلامي امارت مخالفت

دا چې په دوحه کې د افغانستان په تړاو م.م لخوا په ناسته کې اسلامي امارت د نه ګډون پرېکړه کړې، چې دا پرېکړه یې د خپلو ملي منافعو، دیني او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د یو ازاد، خپلواک او مستقل هېواد په توګه وکړه.
د هېوادونو له تاریخ څخه هېڅ شی پټ نشي پاتې کېدای هغه که د یو هېواد سره خیانت وي او یا قهرماني تل به یاد ساتل کېږي او د نورو لپاره به د عبرت او درس په توګه یادول کېږي.
په همدې خاطر د اسلامي امارت لخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو سره دا تاریخي مخالفت کول ناڅاپي پرېکړه نه ده بلکې د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د تېر ۳۰۰ کلن تاریخ او د اوسني نړیوال دجالي فتنو څخه باخبر دي او دا ورته د لمر په شان روښانه شوې چې دوی په محض ښکلې او غولوونکو خبرو نشي غولېدای او نه هم ورته په نړیوال بازار کې کوم قیمت ټاکل کېدای شي.
د فریدون سینیور اوغلو د ځانګړي استازي وړاندیز کټ مټ داسې دی لکه په نولسمه پېړۍ کې چې انګرېزانو هند او د برصغیر لویه وچه د خپل وایسرایګانو ( لارډ کینن، لارډ لارنس، میکناټن، کیوناري، رابرټس او نورو په واسطه) اداره کول، چې په دې موده کې د دوی په داخلي چارو کې ۵۰ سلنه لاسوهنه او د دوی بهرنۍ اړیکې په بشپړه توګه د خپل تر کنټرول لاندې راوستي
وو.
د ښاغلي اوغلو وړاندیز هم یو ځل بیا د افغانستان بهرنۍ چارې په مستقیم او غیر مستقیم توګه په خپل لاس کې نیول دي او نړیوال په دې توګه هڅه کوي چې د خپل نوي امپریالېزم نظریه په یو څه ښو او ښایسته ټکو کې بیا تعریف کړي، داسې وښيي چې دې کار سره مخالفت کول د اسلامي امارت سیاسي بصیرت د سوال لاندې راوړل دي.
همدا راز، په بهر کې هغه افغانان چې ځانونه روشنفکره بولي او ورسره نړیوال داسې فکر کوي چې د اسلامي امارت لخوا د ځانګړي استازي سره مخالفت کول په دې دلالت کوي چې دوی په نړیوال سیاست نه پوهېږي او په لوی لاس خپل ځان نړیوالې انزوا ته ورغورځوي، حال دا چې داسې نه ده، دوی فقط په خپلو ښایسته خبرو زموږ په بهر کې ناست افغانان خطا باسي لکه څنګه چې یې د تاریخ په اوږدو کې کړي دي. اسلامي امارت له ټولو زیات په دې ښه پوهېږي چې د ځانګړي استازي سره مخالفت کول به په لنډ مهاله توګه په اصطلاح روشنفکره افغانانو لپاره او ورسره ښکلې خبرې کوونکي نړیوالو لپاره منل یو څه ستونزمن وي، خو په اوږدمهاله کې به نه یواځې د افغانستان بهرنی او داخلي افغانانو لپاره د ویاړ وړ وي،بلکې د تاریخ په زرینو پاڼو به تل تر تله پاتې
وي.

محمد کوثر دولتزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *